+ -

عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤمنينَ رضي الله عنها قَالَتْ:
كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُعْجِبُهُ التَّيَمُّنُ، فِي تَنَعُّلِهِ، وَتَرَجُّلِهِ، وَطُهُورِهِ، وَفِي شَأْنِهِ كُلِّهِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 168]
المزيــد ...

له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښول چې په بوټانو (پېزار) پښو کولو، سر ګمنځولو، پاکوالي او خپلو ټولو چارو کې په ښي (غړي یا اړخ) پېل وکړي.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 168]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به خوښ او غوره ګڼل چې په عزتمندو چارو کې په ښي(غړي یا اړخ) پېل وکړي لکه: په پېزار پښو کولو کې په ښۍ پښه پېل وکړي، د سر او ږیري په ګمځولو، صافولو او غوړولو کې له ښي اړخ څخه پېل وکړي او په اودس کې د لاسونو او پښو په وینځلو کې ښی غړی په چپ غړي مخکې کړي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي دري اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. نووي -رحمه الله- فرمايي: دا په شريعت کې دوامداره قاعده ده چې هغه څه چې عزت او شرافت بلل کیږي، لکه کمیس او پرتوګ اغوستل (جامې) اغوستل، پېزار پښو کول، جومات ته ننوتل، مسواک وهل، رانجه کول، نوکان پرې کول، برېتونه کمول، د صافولو په موخه وېښتان ګمنځول، د بغلونو وېښتان وېستل، سر خریېل، په لمانځه کې سلام اړول او د پاکوالي پر مهال د اندامونو وينځل، له تشناب څخه راوتل، خوراک او څښاک، په لاس روغبړ کول، د حجر الأسود لمسول او دا ډول نورې کړنې، نو پدې ټولو کې په ښي( غړي یا اړخ) پېل کول مستحب دي، او د دې خلاف لکه تشناب ته ننوتل، له جومات څخه راوتل، لاړې او بلغم تو کول، استنجا کول، کمیس، پرتوګ او پېزار ویستل او داسې نور.. نو مستحب دي چې پېل په چپ (غړي یا اړخ) سره وشي او دا ټول د (ښي غړي او یا طرف) د عزت او وقار له امله ترسره کیږي.
  2. "په ښي (اړخ یا غړي پېلول به یې) خوښول" چې پدې کې: په ښي لاس، ښۍ پښې او ښي اړخ سره د چارو پیلول او په ښي لاس سره د یو څه ورکول شامل دي.
  3. نووي - رحمه الله - فرمایي: پوه شه چې په اودس کې ځینې غړي دي چې په ښي(لاس یا اړخ) پېلول یې مستحب نه دي لکه: دواړه غوږونه، دواړه ورغوي او اننګي، بلکې دواړه په یو ځل وینځل کیږي، که په یو ځل یې وینځل ناشوني وو لکه د هغه چا لپاره چې لاسونه یې پرې وي او داسې نور نو بیا دې په ښي اړخ پېل وکړي.