+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَوْلَا أَنْ أَشُقَّ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ -أَوْ: عَلَى أُمَّتِي- لَأَمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ عِنْدَ كُلِّ صَلَاةٍ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 252]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَوْلَا أَنْ أَشُقَّ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ -أَوْ: عَلَى أُمَّتِي- لَأَمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ عِنْدَ كُلِّ صَلَاةٍ». «که پر مؤمنانو -او یا زما پر امت مې- د سختۍ کولو (ویره نه وي) نو خامخا به مې ورته د هر لمانځه پر مهال د مسواک وهلو امر کړی و».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 252]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي که چېرته پر مؤمنانو د سختۍ راوستلو وېره نه وی نو د هر لمانځه پر مهال به یې پرې مسواک وهل واجب کړي و.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. پر خپل امت د رسول الله صلی الله علیه وسلم مهرباني او پر هغوی د سختۍ راوستلو وېره.
  2. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر واجبوالی، مګر دا چې دلیل شتون ولري چې دا نفلي حکم دی.
  3. د هر لمانځه پر مهال مسواک وهل مستحب دي او فضیلت لري.
  4. ابن دقيق العيد رحمه الله فرمايي: د لمانځه په وخت کې د مسواک کولو حکمت دا دی چې دا الله تعالی ته د نژدې والي حالت دی، نو پکار ده چې د عبادت د شرافت د څرګندولو لپاره د کمال او پاکوالي په حالت کې وي.
  5. د حدیث له عموم څخه معلومیږي چې د روژه نیونکي لپاره هم د مسواک دا حکم شامل دی، که څه هم له زوال څخه وروسته وي، لکه د: ماسپښین او مازدیګر لمونځونه.