عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا، وَلَا تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا، أَوَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى شَيْءٍ إِذَا فَعَلْتُمُوهُ تَحَابَبْتُمْ؟ أَفْشُوا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«لَا تَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى تُؤْمِنُوا، وَلَا تُؤْمِنُوا حَتَّى تَحَابُّوا، أَوَلَا أَدُلُّكُمْ عَلَى شَيْءٍ إِذَا فَعَلْتُمُوهُ تَحَابَبْتُمْ؟ أَفْشُوا السَّلَامَ بَيْنَكُمْ». «تاسو به جنت ته داخل نه شئ تر څو مو چې ایمان نه وي راوړی، او تر هغه به مؤمنان نه شئ تر څو چې له یو بل سره مینه ونه لرئ، آیا زه تاسې ته د داسې یو څه لارښوونه ونه کړم چې که چېرته مو وکړ نو مینه به مو سره پيدا شي؟ په خپلو منځونو کې سلام خپور کړئ».

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم څرګنده کړه چې جنت ته به يوازې مؤمنان داخليږي، او ايمان نه بشپړيږي او د اسلامي ټولنې حالت تر هغې نه سمېږي تر څو په خپلو کې له يو بل سره مينه ولري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره کارونو ته لارښوونه وکړه چې له لارې یې مینه عامېږي، هغه د مسلمانانو ترمنځ د سلام اچولو خپرول دي، چې الله جل جلاله د خپلو بندګانو لپاره ستړي مه شي ګرځولې ده.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. جنت ته ننوتل یوازې د ایمان له لارې کیدی شي.
  2. د ایمان له بشپړوالي څخه دا دي چې مسلمان باید د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي کوم چې د ځان لپاره خوښوي.
  3. سلام خپرول او مسلمانانو ته یې وړاندې کول مستحب دی، ځکه چې په سلام سره د خلکو ترمنځ مینه او خوندیتوب خپریږي.
  4. سلام یوازې پر مسلمان اچول کیږي؛ دلیل یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا ده چې فرمایي "بينكم". یعنې په خپلو منځونو کې.
  5. په سلام اچولو سره پرېکون، د خپلمنځي اړیکو پرې کول او جنګونه له منځه ځي.
  6. د مسلمانانو تر منځ د مینې او محبت ارزښت او دا د ایمان له بشپړتیا څخه دي.
  7. په یو بل حدیث کې راځي چې د سلام بشپړ الفاظ داسې دي : "السلام عليكم ورحمة الله وبركاته"، او دا بسنه کوي چې ووایي: "السلام عليكم".