عَنْ عَلِيٍّ رَضيَ اللهُ عنهُ أَنَّ مُكَاتَبًا جَاءَهُ، فَقَالَ: إِنِّي قَدْ عَجَزْتُ عَنْ مُكَاتَبَتِي فَأَعِنِّي، قَالَ: أَلاَ أُعَلِّمُكَ كَلِمَاتٍ عَلَّمَنِيهِنَّ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، لَوْ كَانَ عَلَيْكَ مِثْلُ جَبَلِ صِيرٍ دَيْنًا أَدَّاهُ اللَّهُ عَنْكَ، قَالَ:
«قُلْ: اللَّهُمَّ اكْفِنِي بِحَلاَلِكَ عَنْ حَرَامِكَ، وَأَغْنِنِي بِفَضْلِكَ عَمَّنْ سِوَاكَ».
[حسن] - [رواه الترمذي] - [سنن الترمذي: 3563]
المزيــد ...
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه ته یو مکاتب راغی (هغه غلام چې بادار سره یې د یو څه مال په بدل کې د ازادولو لیکنه کړي وي) نو ویې ویل: زه د خپلې لیکنې د پوره کولو څخه عاجز شوی یم، نو مرسته راسره وکړه، هغه ورته وویل: آیا داسې یو څه کلمې در ونه ښایم چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښودلي دي، که چېرته درباندې د صیر د غره په اندازه قرض وي نو الله تعالی به یې درڅخه پرې کړي، هغه وویل:
«ووایه: اې الله! په حلالو دې له حرامو څخه زما بساینه وکړه، او ما په خپل فضل سره له بل چا څخه بې نیازه کړه».
[حسن] - [الترمذي روایت کړی دی] - [جامع الترمذي - 3563]
امیر المؤمنین علی بن ابي طالب رضي الله عنه ته یو غلام راغی چې د خپل بادار سره یې هوکړه کړې وه خپل ځان ترې وپیري او آزاد یې کړي تر څو خپلواک شي، حال دا چې پېسې یې نه درلودې، نو ویې ویل: زه د خپل حق له پرېکولو عاجز یم، نو په پرېکولو کې یې راسره مرسته وکړه، یا په تعلیم او لارښوونې، نو امیر المؤمنین ورته وفرمایل: آیا تاته داسې کلمې در ونه ښایم چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښودلي دي، که چېرته درباندې د صیر نومي غره په اندازه قرض وي، کوم چې د طیئ قبیلې سره تړاو لري؛ نو الله تعالی به یې درڅخه ادا کړي او خپلو مستحقانو ته به یې ورسوي، او د هغوی له ذلت څخه به دې وژغوري، هغه وویل ووایه: (اللهم اكفني) ای الله زما بساینه وکړه، او ما لرې کړه او واړوه (بحلالك) ستا په حلالو سره چې مستغني شم پرې (عن) له : (حرامك) دې چې ستا په حرامو کې واقع شم، (وأغنني) او ما بې نیازه کړه (بفضلك) ستا په سخاوت او مهربانۍ سره مې د بل هر چا له مرستې پرته غني کړه.