عن أنس بن مالك رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«يَسِّرُوا وَلَا تُعَسِّرُوا، وَبَشِّرُوا وَلَا تُنَفِّرُوا».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 69]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"(پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 69]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کوي چې په ټولو هغو دیني او دنیوي چارو کې چې الله جل جلاله روا کړي وي د خلکو سره له اسانتیا کار واخلئ او ورته یې مه سختوئ.
او ټینګار کوي چې خلکو ته په خیر سره زیری ورکړئ او مه یې زړه توري کوئ.

د حديث له ګټو څخه

  1. د مؤمن دنده دا ده چې د الله جل جلاله سره د خلکو مینه پیدا کړي او د خیر کارونو ته یې وهڅوي.
  2. د الله جل جلاله لورې ته بلونکی باید په هوښیارۍ سره وګوري چې څنګه د اسلام دعوت خلکو ته ورسوي.
  3. زیری ورکول د بلونکي سره خوشحالي، اقدام کول او د هغه څه په اړه ډاډ زیږوي چې دی یې خلکو ته وړاندې کوي.
  4. سختي کول د مبلغ د خبرو په اړه کرکه، شاتګ او شکونه راپاروي.
  5. پر بندګانو د الله تعالی د رحمت پراخوالی او دا چې هغه د دوی لپاره د زغم او اسانۍ دین غوره کړی دی.
  6. کومه اساني چې امر پرې شوی؛ هغه ده چې شریعت راوړې ده.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (63)
نور