عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما:
أَنَّ نَبِيَّ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَقُولُ عِنْدَ الْكَرْبِ: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2730]
المزيــد ...
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې:
بېشکه چې رسول ﷺ به د سختۍ او اندېښنې پر مهال ویل: «لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ الْعَظِيمُ الْحَلِيمُ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ، لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَرَبُّ الْأَرْضِ وَرَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ»، ژباړه: «نشته هېڅ برحق معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې ستر او زغم لرونکی دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د ستر عرش خاوند دی، نشته هېڅ معبود پرته له الله نه، هغه ذات چې د آسمانونو رب، د ځمکې رب، او د معزّز عرش رب دی».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 2730]
نبي ﷺ به د سختې اندېښنې او غم پر مهال فرمایل: «لا إله إلا الله»: نشته هېڅ حق معبود، مګر یوازې الله دی، «العظيم»: د لوړ مقام او لوی شان خاوند، که په ذات کې وي، که په صفتونو او یا په کړنو کې. «الحليم»: هغه (الله) چې ګناهګار ته سمدستي سزا نه ورکوي، بلکې ځنډوي یې، او کېدای شي معاف یې کړي، سره له دې چې پرې قدرت لري، ځکه هغه سپېڅلی ذات پر هر څه قادر دی. «لا إله إلا الله رب العرش العظيم»: د ستر عرش خالق یوازې الله دی، «لا إله إلا الله رب السماوات والأرض»: د آسمانونو او ځمکې خالق یوازې الله دی، او دی د هغه څه خالق دی چې د دوی دواړو تر منځه دي، د هغوی مالک، اصلاح کوونکی او د خپلې خوښې سره سم یې کنترولوونکی دی، «رب العرش الكريم» هغه ذات چې: د معزّز عرش خالق دی.