عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمِنينَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ:
مَا صَلَّى النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ صَلاَةً بَعْدَ أَنْ نَزَلَتْ عَلَيْهِ: {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] إِلَّا يَقُولُ فِيهَا: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي».
وعَنْها قَالَتْ: كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُكْثِرُ أَنْ يَقُولَ فِي رُكُوعِهِ وَسُجُودِهِ: «سُبْحَانَكَ اللهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ، اللهُمَّ اغْفِرْ لِي» يَتَأَوَّلُ الْقُرْآنَ.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 4967]
المزيــد ...
له أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
د : {إِذَا جَاءَ نَصْرُ اللَّهِ وَالفَتْحُ} [النصر: 1] له نازلېدو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ لمونځ ندی کړی مګر دا چې: «سُبْحَانَكَ رَبَّنَا وَبِحَمْدِكَ اللَّهُمَّ اغْفِرْ لِي» یې پکې ویلی دي.
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 4967]
د مؤمنانو مور عایشه رضي الله عنها روایت کوي چې کله پر نبي صلی الله علیه وسلم {إذا جاء نصر الله والفتح} نازل شو: نو د قرآن د عملي کولو په موخه یې د الله تعالی د امر عملي کولو ته بیړه وکړه، چې فرمايي: {فسبح بحمد ربك واستغفره}. یعنې: د خپل رب پاکې دې له ستاینې سره بیانوه او له ده نه مغفرت غواړه) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپلې رکوع او سجده کې: «سبحانک» ډېر ویل: یعنې تا لره پاکي ده له هرې هغې نېمګړتیا څخه چې ستا د شان سره نه ښایي، «اللهم ربنا وبحمدك» یعنې ای زموږ ربه، زه ستا د ستاینې سره تسبیح وایم، ستا هغه ډول ډول ستاینه کوم چې ستا د ذات، صفاتو او کړنو د کمال ښایي، «اللهم اغفر لي» یعنې ای الله! ماته بخښنه وکړه، زما ګناهونه لیري کړه او ترې تېر شه.