عن ابن عباس رضي الله عنهما:
كان النبي صلى الله عليه وسلم يقول بين السجدتين: «اللَّهمَّ اغْفِرْ لي، وارْحَمْنِي، وعافِني، واهْدِني، وارزقْنِي».

[حسن بشواهده] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 850]
المزيــد ...

له ابن عباس - رضي الله عنهما - څخه روایت دی چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه".

[د شواهدو په اعتبار حسن دی] - [ابو داود، الترمذي، ابن ماجه او احمد روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 850]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به په خپل لمانځه کې د دوو سجدو تر مینځه په دغو پنځو دعاګانو سره دعا کوله چې مسلمان ورته سخته اړتیا لري او د دنیا او آخرت خیر پکې دی لکه: د بخښنې غوښتل، د ګناهونو پټول او بنده ته ترې تېرېدل، بشپړ رحمت، له شکونو، خواهشاتو، ناروغیو او مرضونو څخه نجات، د حق لپاره له الله جل جلاله څخه مرسته غوښتل او پرې ثابت پاتې کېدل، او د ایمان، علم، نیک عمل او پاکیزه حلال مال رزق غوښتل.

د حديث له ګټو څخه

  1. د دوو سجدو تر منځه په ناسته کې د دې دعا مشروعیت.
  2. د دې دعاګانو فضیلت، ځکه چې د دنیا او اخرت خیر پکې دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (62)
نور