+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ:
كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، إِذَا كَبَّرَ فِي الصَّلَاةِ، سَكَتَ هُنَيَّةً قَبْلَ أَنْ يَقْرَأَ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي أَرَأَيْتَ سُكُوتَكَ بَيْنَ التَّكْبِيرِ وَالْقِرَاءَةِ، مَا تَقُولُ؟ قَالَ «أَقُولُ: اللهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ، اللهُمَّ نَقِّنِي مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالثَّلْجِ وَالْمَاءِ وَالْبَرَدِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 598]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله په لمانځه کې تکبیر ووایه نو له قراءت پیلولو وړاندې به یوه لحظه چپ پاتې شو، نو ما وویل: اې د الله رسوله ! زما پلار او مور دې له تا څخه قربان شي، د تکبیر او قراءت تر منځه د چوپتیا په اړه خبر راکړه، چې څه وایې؟ هغه وفرمایل: «زه وایم: اللهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ، اللهُمَّ نَقِّنِي مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالثَّلْجِ وَالْمَاءِ وَالْبَرَدِ».اې الله زما او د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 598]

تشریح

کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه لپاره تکبیر وکړ، نو د فاتحې ویلو نه مخکې به یې یو لنډ ځنډ کاوه چې پدې کې به یې لمونځ په ځینو دعاګانو سره پرانیسته، او ځینې لدې دعاګانو څخه چې واردې دي د هغه دا وینا ده: «اللهم باعد بيني وبين خطاياي كما باعدت بين المشرق والمغرب، اللهم نقني من خطاياي، كما ينقى الثوب الأبيض من الدنس، اللهم اغسلني من خطاياي بالماء والثلج والبرد»، اې الله زما او زما د ګناهونو تر منځه داسې لرې والی راوله لکه څرنګه دې چې ختیځ له لوېدیځ څخه لرې کړی دی، اې الله ما له ګناهونو څخه داسې پاک کړه لکه سپینه جامه چې له خیرو څخه پاکیږي، اې الله ما له ګناهونو څخه په اوبو، واورو او ګلۍ سره ومینځه. له الله جل جلاله څخه غوښتنه کوي چې د هغه او ګناهونو تر منځه یې لرې والی راولي تر څو پکې واقع نه شي، داسې لرې والی چې هېڅکله یې تر منځه ملاقات ونه شي، لکه څنګه چې د ختيځ او لوېديځ تر منځ هېڅکله ملاقات نه کیږي، او که چېرته په ګناه کې واقع شو نو چې داسې یې ترې پاک کړي او ګناهونه ترې لرې کړي لکه څنګه چې له سپینې جامې څخه خیري لرې کیږي، او دا چې له ګناهونو یې پدې پاکیزه شیانو؛ اوبو، واورې او یخ سره پاک کړي، تر څو د ګناهونو لمبې او تودوخه سړه شي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د استفتاح دعا په پټه لوستل، که څه هم لمونځ په جهري لمانځه کې وي.
  2. صحابه کرام رضی الله عنهم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په حرکاتو او سکناتو کې د هغه د حال احوال معلومولو ته لیواله وو.
  3. د استفتاح (سبحانک اللهم وبحمدک..) دعا په نورو بڼو هم راغلي دي، خو غوره دا ده چې سړی هغه الفاظ ووایي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي، نو کله دې یوه بڼه وایي او کله بله بڼه.
نور