عن أبِي هُرَيرةَ رضي الله عنه أنَّ رسول الله صلى الله عليه وسلمَ قال:
«إذا قُلْتَ لِصَاحِبِكَ: أَنْصِتْ، يومَ الجمعةِ، والْإِمامُ يَخْطُبُ، فَقَدْ لَغَوْتَ».  
                        
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 851]
                        
 المزيــد ... 
                    
له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«که خپل ملګرې ته دې د جمعې په ورځ وویل چې: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ». 
                                                     
                                                                                                    
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 851]                                            
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د جمعې په خطبه کې د ګډون کوونکو لپاره له فرضي آدابو څخه: د خطبې اورېدل دي؛ تر څو په نصیحتونو کې غور وکړي، او دا چې چا خبرې وکړې - که څه هم لږې وي - پداسې حال کې چې امام خطبه وایي، او بل چا ته ووایي چې : "چپ شه" او یا "غوږ شه" نو د جمعې د لمانځه فضیلت یې له لاسه ورکړ.