+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«أَلاَ أُحَدِّثُكُمْ حَدِيثًا عَنِ الدَّجَّالِ، مَا حَدَّثَ بِهِ نَبِيٌّ قَوْمَهُ؟ إِنَّهُ أَعْوَرُ، وَإِنَّهُ يَجِيءُ مَعَهُ بِمِثَالِ الجَنَّةِ وَالنَّارِ، فَالَّتِي يَقُولُ إِنَّهَا الجَنَّةُ هِيَ النَّارُ، وَإِنِّي أُنْذِرُكُمْ كَمَا أَنْذَرَ بِهِ نُوحٌ قَوْمَهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 3338]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«أَلاَ أُحَدِّثُكُمْ حَدِيثًا عَنِ الدَّجَّالِ، مَا حَدَّثَ بِهِ نَبِيٌّ قَوْمَهُ؟ إِنَّهُ أَعْوَرُ، وَإِنَّهُ يَجِيءُ مَعَهُ بِمِثَالِ الجَنَّةِ وَالنَّارِ، فَالَّتِي يَقُولُ إِنَّهَا الجَنَّةُ هِيَ النَّارُ، وَإِنِّي أُنْذِرُكُمْ كَمَا أَنْذَرَ بِهِ نُوحٌ قَوْمَهُ». "ایا زه تاسو ته د دجال په اړه داسې یو څه ونه وایم چې هېڅ پیغمبر خپل قوم ته نه دي ویلي؟ هغه (په یوه سترګه) ړوند دی، او هغه له ځان سره د جنت او دوزخ په څېر راوړي نو کوم چې هغه یې جنت بولي هغه اور دی او زه تاسو ته خبرداری درکوم لکه څنګه چې نوح خپل قوم ته خبرداری ورکړی و .

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 3338]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو اصحابو ته د دجال، د هغه د صفتونو او نښانونو په اړه خبر ورکوي، چې له هغه مخکې هېڅ نبي ترې خبر ندی ورکړی، له هغو څخه:
هغه په سترګه ړوند دی.
او الله تعالی له هغه سره داسې یو څه مل کړي دي چې په سترګو جنت او دوزخ ښکاري.
مګر د هغه جنت اور او اور یې جنت دی، چا یې چې پیروي وکړه نو خلکو ته داسې ښکاري چې ګویا جنت ته یې ننباسي، خو په حقیقت کې هغه سوځونکی اور دی، او چا یې چې نافرماني وکړه خلکو ته داسې ښکاري چې هغه یې اور ته ننباسي، خو په حقیقت کې هغه ښایسته جنت دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د هغه د فتنې په اړه خبرداری راکړ، لکه څنګه چې نوح علیه السلام خپل قوم ته خبرداری ورکړی و.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي دري صومالیایي رومانیایي ژباړه اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د دجال د فتنې عظمت.
  2. د دجال له فتنې څخه خلاصون په ریښتیني ایمان، الله تعالی ته په پناه وړلو او په ورورستي تشهد کې له شیطان څخه په الله تعالی پناه غوښتلو او د کهف سورت د لومړیو لسو آیتونو په حفظولو سره کیږي.
  3. د خپل امت په اړه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم سخته اندېښنه، چې هغه مسلمانانو ته د دجال هغه ځانګړنې بیان کړې، چې له ده مخکې هېڅ پېغمبر نه وې بیان کړې.
نور