+ -

عن أبي هريرة رضي الله عنه أَن النبيَّ صَلّى اللهُ عَلَيْهِ وسَلَّم قَالَ:
«الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ، فَلْيَنْظُر أَحَدُكُم مَنْ يُخَالِل».

[حسن] - [رواه أبو داود والترمذي وأحمد] - [سنن أبي داود: 4833]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ، فَلْيَنْظُر أَحَدُكُم مَنْ يُخَالِل». "یو سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي".

[حسن] - - [سنن أبو داود - 4833]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې انسان په خپلو اخلاقو او عاداتو کې له خپل مخلص دوست او ملګري سره مشابهت لري او دوستي په اخلاقو، سلوک او کړنو باندې تاثیر لري، لدې امله یې د دوست د ښه انتخاب لپاره لارښوونه وکړه، ځکه چې دا د هغه ملګري ته د ایمان، هدایت او نیکۍ لارښوونه کوي، او د ملګري لپاره د خیر په کارونو کې مرستندوی وي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي صومالیایي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د ښو خلکو په ملګرتیا امر کول او هغوی غوره کول او د بدو خلکو له ملګرتیا څخه ممانعت.
  2. له ملګري څخه یې ځانګړې یادونه وکړه او خپلوان یې یاد نه کړ، ځکه چې ملګری ته انتخابوې او ورور او خپلوان هغه څوک دي چې ته یې د انتخابولو اختیار نه لرې.
  3. ملګرتیا باید د تفکر له مخې وشي.
  4. انسان د مؤمنانو په ملګرتيا خپل دين قوي کوي او د فاسقانو په ملګرتيا یې کمزوری کوي.