عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ سِتٌّ» قِيلَ: مَا هُنَّ يَا رَسُولَ اللهِ؟، قَالَ: «إِذَا لَقِيتَهُ فَسَلِّمْ عَلَيْهِ، وَإِذَا دَعَاكَ فَأَجِبْهُ، وَإِذَا اسْتَنْصَحَكَ فَانْصَحْ لَهُ، وَإِذَا عَطَسَ فَحَمِدَ اللهَ فَسَمِّتْهُ، وَإِذَا مَرِضَ فَعُدْهُ وَإِذَا مَاتَ فَاتَّبِعْهُ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2162]
المزيــد ...
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مسلمان پر مسلمان شپږ حقونه لري» وویل شو: هغه کوم دي ای د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «کله چې ورسره مخ شې، سلام پرې واچوه؛ که یې چې بلنه درکړه، قبوله یې کړه؛ کله یې چې له تا نصیحت وغوښت، نصیحت ورته وکړه؛ که پرنجی یې وکړ او الحمد لله یې وویل نو "یَرْحَمُکَ الله" ورته ووایه؛ که ناروغ شو، پوښتنه یې وکړه؛ او که ومړ، جنازې ته یې لاړ شه».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2162]
پیغمبر ﷺ څرګنده کړه چې یو مسلمان پر خپل مسلمان ورور د شپږ خویونو حق لري: لومړی: کله چې ورسره مخ شي نو د : السلام علیکم په وېیلو سره دې پرې سلام واچوي، او هغه به ورته په: وعلیکم السلام ځواب وایي». دويم: د هغه بلنه منل، که یې ولیمې یا کوم بل څه ته راوبلي. درېیم: که د نصیحت غوښتنه یې وکړه، نو صادقانه نصیحت ورته وکړه، مکر او دوکه ورسره مه کوه. څلورم: کله یې چې پرنجی وکړ او الحمد لله یې وویل: نو په: یرحمک الله سره ځواب ورکړه چې هغه درته: (یهدیکم الله ویصلح بالکم) ووایي. پنځم: دا چې د ناروغتیا پر مهال یې پوښتنه وکړي. شپږم: کله چې مړ شي، نو جنازه پرې کوي او تر خښېدو پورې ورسره ملتیا کوي.