+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«انْظُرُوا إِلَى مَنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ، وَلَا تَنْظُرُوا إِلَى مَنْ هُوَ فَوْقَكُمْ، فَهُوَ أَجْدَرُ أَلَّا تَزْدَرُوا نِعْمَةَ اللهِ عَلَيْكُمْ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2963]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
« هغو کسانو ته وګورئ چې له تاسو څخه ټیټ دي، او هغو کسانو ته مه ګورئ چې له تاسو نه لوړ دي؛ دا کار د دې لپاره ډېر مناسب دی چې تاسو د الله تعالی نعمتونه کم ونه ګڼئ».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 2963]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمان ته امر کړی چې د دنیا په چارو کې — لکه مقام، مال، شهرت او نورو کې — هغه کسانو ته وګوري چې حالت یې له ده ټیټ وي، نه هغو کسانو ته چې له حالت یې له ده لوړ او غوره وي؛ ځکه هغو خلکو ته کتل چې حالت یې له ده ټیټ وي ډېر مناسب او غوره کار دی، تر څو د الله نعمتونه چې ورکړل شوي کم او بې ارزښته ونه ګڼي.

د حديث له ګټو څخه

  1. قناعت د مؤمنانو له غوره اخلاقو څخه دی او دا د الله تعالی په تقدیر رضایت ښيي.
  2. ابن جریر رحمه الله وایي: دې حدیث د ښېګڼو ډېر ډولونو رانغاړلي دي؛ ځکه چې انسان کله هغه څوک وویني چې په دنیا کې له ده غوره وي، نو نفس یې هم د هماغه شان غوښتنه کوي، او د الله نعمتونه چې له ده سره دي، کم یې ګڼي، او هڅه کوي چې زیات شي تر څو له هغه سره برابر او یا ورته نږدې شي — دا حالت د ډېرو خلکو سره عام دی، خو که انسان د دنیا په چارو کې وګوري چې له ده کم دی، نو د الله نعمتونه به ورته څرګند ښکاره شي، شکر به ادا کړي، تواضع به وکړي، او په ښه لاره کې به یې وکاروي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري ملاګاسي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور