عن عبد الله بن الزبير -رضي الله تعالى عنهما- أنّه كانَ يقول: في دبر كل صلاة حين يُسلِّم «لا إله إلا الله وحده لا شريكَ له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيءٍ قديرٌ، لا حولَ ولا قوةَ إلا بالله، لا إله إلا الله، ولا نعبد إلا إيَّاه، له النِّعمة وله الفضل، وله الثَّناء الحَسَن، لا إله إلا الله مخلصين له الدِّين ولو كَرِه الكافرون» وقال: «كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يُهَلِّل بهن دُبُر كلِّ صلاة».
[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

د عبد الله بن زبیر - رضي الله عنهما - څخه روایت دی: هغه به چې کله سلام وګرځاوه نو د هر لمانځه په پای کې به یې ویل: «لا إله إلا الله وحده لا شريكَ له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيءٍ قديرٌ، لا حولَ ولا قوةَ إلا بالله، لا إله إلا الله، ولا نعبد إلا إيَّاه، له النِّعمة وله الفضل، وله الثَّناء الحَسَن، لا إله إلا الله مخلصين له الدِّين ولو كَرِه الكافرون " یعنې: له الله پرته بل معبود نشته، هغه یوازینی ذات دی چې شریک نه لري، د هغه لپاره سلطنت او د هغه لپاره ستاینه ده، او هغه په ​​هر څه قادر دی. اوړیدل نشته - له یو حالت څخه بل ته - او نه - چا لره - ځواک شته مګر د الله - په مرسته -. له الله پرته په حقه بل معبود نشته. او مونږ عبادت نه کوو مګر یوازې د هغه، هغه د لورینو او مهربانۍ خاوند دی او د هغه لپاره غوره ستاینه ده، له الله پرته په حقه بل هیڅ معبود نشته، مونږ هغه لره دین خالصوونکي یو ، که څه هم یې کافران بد ګڼي. او فرمایلي یې دي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر لمانځه څخه وروسته په لوړ اواز سره دا ذکر کاوه.
صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

عبد الله بن الزبیر - رضي الله عنهما - به چې کله د فرض لمانځه څخه سلام وګرځاوه نو دا لوی ذکر به یې وایه، کوم چې له لویو معناوو څخه ډک دی لکه: الله تعالی ته په حقه سره د بندګۍ د وړتیا ثبوت چې یوازې هغه یې مستحق دی، او له هغه پاک ذات سره په عبادت کې د شریک شتون نفي کول، همدارنګه په ښکاره او له سترګو پناه سطنت او پادشاهۍ کې هغه لره د یوازيوالي ثبوت، او دا چې هغه په هر حالت کې د ستاینې وړ ذات دی، او هغه - پاک ذات - لره د مطلق ځواک ثبوت، د دې تر څنګه پدې حدیث کې بنده د خپل رب په وړاندې په خپلې کمزورتیا او کوتاهۍ اقرار کوي، او له خپلې وړتیا او ځواکمنۍ څخه بې زاري ښکاره کوي او دا مني چې هغه لره د شر په دفع کولو او د خیر د لاسته راوړلو ځواک نشته مګر د الله - په مرسته - همدا رنګه پدې ذکر کې د نعمت اضافت د هغه لوروونکی ته شوی، او د مطلق کمال او غوره ذکر اضافت هم هغه پاک ذات ته شوی کوم چې د هغه په ذات، صفاتو، افعالو، نعمتونو او ټولو حالتونو دلالت کوي ، بیا دا ذکر د توحید په کلمې "لا إله إلا الله" سره پای ته رسیدلی، چې پکې هغه ته په بندګۍ کې د اخلاص یادونه ده، اګر که ټول کافران یې بد ګڼي. بیا عبد الله بن الزبیر رضي الله عنهما - یادونه وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله د لمانځه څخه سلام وګرځاوه، نو د تهلیل - په لوړ غږ سره د ذکر - الفاظ به یې په همدې بڼه ول، او هغه به دا ذکر په لوړ اواز سره نورو حاضرو خلکو ته د تعلیم په موخه کاوه.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د پام وړ ده چې د هر فرض لمانځه وروسته پدې ذکر سره پابندي مستحب عمل دی ځکه چې په بشپړه توګه یې د کمال صفتونه رانغاړلي دي.
  2. د دین مدار په اخلاص او پیروي؛ ځکه همدا دواړه د اسلام ستنې دي.
  3. د سنتو پر عملي کولو او خپرولو د صحابه کرامو - رضي الله عنهم - ټینګار.
  4. مسلمان په خپل دین ویاړي او د کافرانو له قصده د خپل دین د شعائرو ښکاره کوونه کوي.
نور