+ -

عَنْ مَعْقِلِ بْنِ يَسَارٍ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«الْعِبَادَةُ فِي الْهَرْجِ كَهِجْرَةٍ إِلَيَّ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2948]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له معقل بن یسار رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«د ګډوډۍ ( فتنو) پر مهال عبادت کول داسې دي لکه زما لور ته هجرت کول».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2948]

تشریح

نبي ﷺ د هرج (ګډوډۍ)، فتنو، وژنو او د خلکو د حالاتو د ګډوډېدو په زمانه کې خلکو ته د عبادت کولو او پرې د ټینګ پاتې کېدلو لارښوونه کړې ده، او دا یې بیان کړې چې د دغه وخت عبادت داسې اجر لري لکه څوک چې رسول الله ﷺ ته هجرت وکړي، ځکه چې خلک په داسې وختونو کې له عبادت نه غافله وي، ترې بوخت وي، او یواځې لږ شمېر کسانو ورته ځان فارغ کړی وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د فتنو په وخت کې عبادت کول او الله تعالی ته په رجوع کولو هڅونه شوې ده، تر څو انسان له فتنو څخه وساتل شي او له فساد څخه خوندي پاتې شي.
  2. د فتنو او غفلت پر مهال د عبادت کولو د فضیلت بیان.
  3. مسلمان ته په کار دي چې د فتنو او غفلت له ځایونو لرې پاتې شي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه