1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. دعوت او احتساب

حدیث داسې واکمنان به (راشي) چې دروغ به وايي او ظلم به کوي، نو چا چې د دوی په دروغو باور وکړ او په ظلم کې یې ورسره مرسته وکړه هغه زما څخه نه دی، او زه له هغه څخه نه یم

عَنْ حُذَيْفَةَ رَضيَ اللهُ عنهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّهَا سَتَكُونُ أُمَرَاءُ يَكْذِبُونَ وَيَظْلِمُونَ، فَمَنْ صَدَّقَهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَأَعَانَهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَلَيْسَ مِنَّي، وَلَسْتُ مِنْهُ، وَلَا يَرِدُ عَلَيَّ الْحَوْضَ، وَمَنْ لَمْ يُصَدِّقْهُمْ بِكَذِبِهِمْ وَلَمْ يُعِنْهُمْ عَلَى ظُلْمِهِمْ فَهُوَ مِنِّي، وَأَنَا مِنْهُ، وَسَيَرِدُ عَلَيَّ الْحَوْضَ».

له حذیفة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"داسې واکمنان به (راشي) چې دروغ به وايي او ظلم به کوي، نو چا چې د دوی په دروغو باور وکړ او په ظلم کې یې ورسره مرسته وکړه هغه زما څخه نه دی، او زه له هغه څخه نه یم، او په حوض کې به پر ما نه راځي، مګر څوک چې د دوی په دروغو باور ونکړي او په ظلم کې ورسره مرسته ونه کړي هغه زما څخه دی، او زه له هغه څخه یم، او د حوض سره به پر ما راشي".

صحيح دی احمد روايت کړی دی د امام أحمد مسند - 23260

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې د هغه له وفات نه وروسته به داسې واکمنان راشي چې په خبرو کې به دروغ وايي، هغه څه به وايي چې نه یې کوي، او په خپل قضاوت کې به ظالم وي، نو څوک چې ورغی او د دوی په دروغو یې باور وکړ، یا یې په ظلم کې د دوی ملاتړ وکړ او یا په وینا لکه چې د هغوی په ګټه یې فتوا ورکړه تر څو ورته ځان نږدې کړي، د هغه څه په تمه چې له هغوی سره دي؛ نو زه ترې بې زاره یم او زما څخه نه دی او د قیامت په ورځ به زما حوض کوثر ته را نشي، او څوک چې هغوی ته ور نشي او په دروغو کې یې ریښتیني ونه ګڼي او په ظلم کې یې ملاتړ ونه کړي نو هغه زما څخه دی او زه له هغه څخه یم، او د قیامت په ورځ به زما حوض ته راشي.

د حديث له ګټو څخه

  1. واکمنانو ته د دې لپاره ورتګ چې مشوره او لارښوونه ورته وشي او شر یې د خلکو له سر څخه کم شي، خو که څوک پدې موخه ورشي چې په ظلم کې د هغوی ملاتړ وکړي او په دروغو کې یې ریښتیني وګڼي نو دا ناوړه او د غندنې وړ کار دی.
  2. د هغو کسانو لپاره خبرداری چې په ظلم کې د واکمن ملاتړ کوي.
  3. په حدیث کې ګواښ د دې عمل په حراموالی دلالت کوي، او دا چې دا یوه له لویو ګناهونو څخه ده.
  4. په نیکۍ او تقوا کې همکارۍ ته هڅوونه او په ګناه او تېري کې د همکارۍ ممانعت.
  5. زموږ نبي محمد صلی الله علیه وسلم ته د حوض ثابتېدل او دا چې امت به یې پرې تېرېږي.

د ژباړو راړول

35 ژبه
EN English الإنجليزية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية