عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَنْ يَزَالَ المُؤْمِنُ فِي فُسْحَةٍ مِنْ دِينِهِ، مَا لَمْ يُصِبْ دَمًا حَرَامًا».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 6862]
المزيــد ...

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"مؤمن به تل د خپل دين په پراخۍ او اسانتيا کې وي، تر څو یې چې حرامه وینه نه وی توی کړی".

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 6862]

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې مؤمن تر هغه وخته پورې د نیکیو په پراخه لار روان دی او د الله تعالی مهربانۍ، بخښنې او عفوې ته امیدوار دی، تر دې چې یو انسان ووژني، هغه چې وژل یې حرام دي، نو بیا یې پرې د عملونو کړۍ راتنګېږي؛ ځکه چې د قتل او لوی ګناه توان نه لري.

د حديث له ګټو څخه

  1. په ناحقه او قصدي ډول وژل ستر ناوړه عمل دی، ځکه چې له امله یې پر مؤمن د دین پراختیا راتنګېږي.
  2. هغه وینه چې تویول یې حرام دي په څلور ډوله ده:
  3. ۱- د مسلمان وینه، چې تر ټولو لویه ده، ۲- د ذمي وینه، چې دوی هغه یهودیان او عیسویان دي چې دوی د جزیې په ورکولو سره منلي د اسلام په خاوره کې په خپل دین د پاتې کېدو پریکړه کړي وي او د اسلام احکام پر دوی نافذ شوي وي، ۳- د تړون لرونکي (معاهد) وینه، دوی هغه کافران دي چې په خپلو هېوادونو کې دي او موږ ورسره د سولې تړون لرو، نو موږ ورسره جګړه نه کوو او دوی زموږ سره جګړه نه کوي. ۴- د خوندي کس (مُستأمٍن) وینه، چې دا هغه جنګیالی کافر دی چې موږ ورسره هېڅ تړون یا ژمنه نه لرو، خو موږ هغه ته د ټاکلې مودې لپاره د واکمن او یا یې مرستیالانو له خوا امنیت ورکړي وي څو په اسلامي هېواد کې و اوسېږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي نور (30)