عَن أَبي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لاَ يُشِيرُ أَحَدُكُمْ عَلَى أَخِيهِ بِالسِّلاَحِ، فَإِنَّهُ لاَ يَدْرِي، لَعَلَّ الشَّيْطَانَ يَنْزِعُ فِي يَدِهِ، فَيَقَعُ فِي حُفْرَةٍ مِنَ النَّارِ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 7072]
المزيــد ...
د ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
«هېڅوک دې ستاسو څخه خپل (مسلمان) ورور ته په وسله اشاره نه کوي، ځکه هغه نه پوهېږي، ښایي شیطان یې په لاس تصرف وکړي، نو د دوزخ کندې ته به ولوېږي».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 7072]
نبي ﷺ مسلمان ته خبرداری ورکړی چې خپل مسلمان ورور ته دې په هېڅ ډول وسلې سره اشاره نه کوي، ځکه هغه نه پوهېږي، کېدی شي شیطان یې اړ باسي چې وسله په لاس کې وخوځوي، خپل (مسلمان) ورور پرې ووژني یا یې ازار کړي، نو په داسې ګناه کې به واقع شي چې د دوزخ کندې ته یې ورسوي.