+ -

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: مَا خَطَبَنَا نَبِيُّ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَّا قَالَ:
«لَا إِيمَانَ لِمَنْ لَا أَمَانَةَ لَهُ، وَلَا دِينَ لِمَنْ لَا عَهْدَ لَهُ».

[حسن لغيره] - [رواه أحمد] - [مسند أحمد: 12383]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې هېڅکله موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه نده ویلې مګر دا چې ویل به یې:
«هغه څوک ایمان نه لري چې امانت نه لري او هغه څوک دین نه لري چې ژمنتیا نه لري».

[حسن لغيره] - [احمد روايت کړی دی] - [د امام احمد مسند - 12383]

تشریح

أنس بن مالک رضي الله عنه خبر ورکوي چې ډیر لږ به داسې شوي وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خطبه ویلي وي او یا یې وعظ کړی وي او د دې دوو خبرو یادونه یې نه وي کړي: لومړی: هغه څوک د بشپړ ایمان خاوند کېدلی نه شي چې په نفس کې د یو چا مال، نفس او یا یې کورنۍ ته خیانت ولري. دویم: هغه څوک بشپړ دین نه لري چې تړونونو او ژمنو کې خیانت کوي او ماتوي یې.

د حديث له ګټو څخه

  1. د امانت په ادا کولو او ژمنې پوره کولو ټېنګار، ځکه چې ماتول یې ایمان نېمګړی کوي.
  2. په امانت کې له خیانت او تړون ماتولو څخه ډډه کول او دا چې دا کړنې له لویو ګناهونو څخه دي.
  3. په حدیث کې د الله تعالی او د هغه د بنده ترمنځ او پخپله د خلکو ترمنځ د امانت او تړون ساتنه شامل دي.
ژباړه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور