عَنْ أَبِي شُرَيْحٍ رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«وَاللَّهِ لاَ يُؤْمِنُ، وَاللَّهِ لاَ يُؤْمِنُ، وَاللَّهِ لاَ يُؤْمِنُ»، قِيلَ: وَمَنْ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ قَالَ: «الَّذِي لاَ يَأْمَنُ جَارُهُ بَوَايِقَهُ».

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 6016]
المزيــد ...

له ابوشریح رضي الله عنه څخه روایت دی، چې نبي ﷺ فرمایلي:
قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري، قسم په الله، ایمان نه لري» پوښتنه وشوه: څوک، اې د الله رسوله؟ ویې فرمایل: «هغه څوک چې ګاونډی یې له ضررونو څخه په امن کې نه وي».

[صحيح دی] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحيح البخاري - 6016]

تشریح

نبي ﷺ قسم وکړ او درې ځل یې قسم تأکید کړ، ویې فرمایل: قسم په الله، ایمان نه لري؛ قسم په الله، ایمان نه لري؛ قسم په الله، ایمان نه لري. صحابه وو وپوښتل: اې د الله رسوله، څوک ایمان نه لري؟ ویې فرمایل: هغه څوک چې ګاونډی یې د هغه له خیانت، ظلم او شر څخه وېرېږي.

د حديث له ګټو څخه

  1. له هغه چا څخه د ایمان نفی چې ګاونډی یې د ظلم او شر څخه په امن کي نه وي، دا د دې ښکارندويي کوي چې دا عمل له کبیره ګناهونو څخه دی، او ددې عمل پلي کوونکي ایمان نیمګړی دی.
  2. ګاونډي سره په نیکۍ کولو ټینګار او په وینا یا عمل سره يې ازارول پرېښودل.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي نور (35)