+ -

عن ابْنِ عُمَرَ رَضيَ اللهُ عنهُما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«أَيُّمَا امْرِئٍ قَالَ لِأَخِيهِ: يَا كَافِرُ، فَقَدْ بَاءَ بِهَا أَحَدُهُمَا، إِنْ كَانَ كَمَا قَالَ، وَإِلَّا رَجَعَتْ عَلَيْهِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 60]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وايي چې: رسول الله ﷺ فرمایلي:
چا چې خپل (مسلمان) ورور ته وویل چې: "ای کافره!"، نو دا (تکفیر) به له دوی څخه د یو پورې نښلي؛ که هغه رښتیا کافر وي نو خبره پر ځای ده، او که نه وي، نو دا خبره به بېرته پر هماغه ویونکي ورګرځي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 60]

تشریح

نبي ﷺ مسلمان ته دا خبرداری ورکړی چې خپل مسلمان ورور ته دې «ای کافره!» نه وايي، ځکه د کفر دا خبره به د دوی له یو سره تړلې وي؛ که مخاطب رښتیا کافر وي، نو خبره پرې صدق کوي او که نه وي نو د خپل ورور تکفیرول به بېرته پر ویونکي ورګرځي.

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حدیث مسلمان ته خبرداری ورکوي چې خپل مسلمان ورور په داسې صفت سره یاد نه کړي چې په هغه کې نه وي لکه فسق یا کفر.
  2. له دې ناوړه وینا څخه ویرول او دا چې ویونکی یې په لوی خطر کې دی، کله چې خپل (مسلمان) ورور ته ووایي، نو په کار ده چې د ژبې ساتنه وشي او دا چې باید یوازې د علم او بصیرت پر بنسټ خبرې وشي.
ژباړه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري ملاګاسي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور