عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ:
«لَا يَمْنَعَنَّ رَجُلًا مِنْكُمْ مَخَافَةُ النَّاسِ أَنْ يَتَكَلَّمَ بِالْحَقِّ إِذَا رَآهُ أَوْ عَلِمَهُ».

[صحيح] - [رواه الترمذي وابن ماجه وأحمد] - [مسند أحمد: 11403]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«د خلکو وېره دې ستاسو څخه هېڅوک له حق ویلو څخه منع نه کړي، کله چې هغه حق وویني او یا پرې پوه شي».

[صحيح دی] - [او ابن ماجه او احمد روايت کړی دی] - [د امام أحمد مسند - 11403]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو ملګرو ته خطبه وویله او له هغو سپارښتنو څخه چې خپلو ملګرو ته یې وکړې دا وه چې د خلکو وېره، او ځواک دې یو مسلمان د حق له ویلو یا پرې له امر کولو څخه منع نه کړي، کله چې حق وویني او یا پرې پوه شي».

د حديث له ګټو څخه

  1. د حق په ښکاره کولو ټېنګار او دا چې د خلکو له وېرې باید پټ نه کړای شي.
  2. د حق ویلو معنی دا نه ده چې په ویلو کې یې ادب مراعات نه شي، او یا په کې حکمت او نیکې وینا ته پام ونه شي.
  3. د نارواوو منع کول واجب دي، او دا چې د الله تعالی حق ته د هغو خلکو د ګټو په پرتله لومړیتوب ورکړل شي چې ورسره په ټکر کې دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي نور (30)