عن أبي مسعود البدري رضي الله عنه مرفوعاً: «إذا أَنْفَقَ الرجلُ على أهله نَفَقَةً يَحْتَسِبُهَا فهي له صَدَقَةٌ».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
د أبو مسعود البدري - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی« کله چې یو سړی په خپله کورنې باندې لګښت وکړي او - له الله نه یې اجر وغواړي - نو هغه ورته صدقه شمېرل کیږي».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
كله چې يو سړى په خپلې كورنۍ لګښت وکړي؛ چې نفقه یې پر ده لازمه ده لكه خپله ښځه اولادونه او داسې نور او پدې سره الله تعالی ته د نږدیوالي نیت ولري او له هغه څخه یې د ثواب تمه ولري نو هغه ته په دې لګښت سره په فقیرانو د صدقې او داسې نورو د خیر کارونو اجر ورکول کیږي.