+ -

عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المؤْمنينَ رَضيَ اللهُ عنها قَالَت:
دَخَلَتْ هِنْدٌ بِنْتُ عُتْبَةَ امْرَأَةُ أَبِي سُفْيَانَ عَلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَتْ: يَا رَسُولَ اللهِ، إِنَّ أَبَا سُفْيَانَ رَجُلٌ شَحِيحٌ، لَا يُعْطِينِي مِنَ النَّفَقَةِ مَا يَكْفِينِي وَيَكْفِي بَنِيَّ إِلَّا مَا أَخَذْتُ مِنْ مَالِهِ بِغَيْرِ عِلْمِهِ، فَهَلْ عَلَيَّ فِي ذَلِكَ مِنْ جُنَاحٍ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «خُذِي مِنْ مَالِهِ بِالْمَعْرُوفِ مَا يَكْفِيكِ وَيَكْفِي بَنِيكِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1714]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له أم المؤمنین عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې:
د ابو سفیان مېرمن؛ هند بنت عتبة د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغله او ویې ویل: ای د الله رسوله! ابو سفیان یو بخیل سړی دی، ما او زما کوچنیانو ته دومره نفقه نه راکوي چې بسنه وکړي، مګر دا چې د هغه له مال څخه د هغه له پوهې پرته واخلم، آیا پدې کې زما لپاره کومه ملامتیا شته؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«د هغه له مال څخه په مناسب ډول دومره واخله چې تاسو او ستا کوچنیانو ته بسنه وکړي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1714]

تشریح

هند بنت عتبة رضي الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د خپل میړه ابو سفیان رضي الله عنه په اړه پوښتنه وکړه، چې هغه یو بخیل سړی دی او په خپل مال ډیر حریص دی او هغې ته دومره نفقه نه ورکوي چې هغې او کوچنیانو ته یې بسنه وکړي، مګر دا چې هغې د هغه له مال څخه په پټه د هغه له خبرتیا پرته څه واخلي، نو آیا په دې کې پر هغې کومه ګناه شته؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د هغه له شتمنۍ څخه د ځان او خپلو ماشومانو لپاره دومره اندازه واخله چې په دودیز ډول کافي ګڼل کیږي، حتی که د هغه له پوهې پرته وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د ښځې او اولادونو د نفقې وجوب.
  2. ابن حجر ویلي: د هغه د دې خبرې مقصد دا دی چې، "د هغه له مال څخه هغه دومره څه واخله چې په دودیز ډول کافي بلل کیږي"، نو هغو دودیزو مسئلو ته یې راجع کړه چې شرعي حد پکې معلوم شوی نه دی.
  3. ابن حجر ويلي: پر دې حدیث یې د هغه چا لپاره استدلال کړی چې کله د یو چا څه نه خوښیږي نو په پوښتنې یا شکایت او یا بلې بڼې سره کولی شي په اړه یې یادونه وکړي، او دا یو له هغو ځایونو څخه دی چې غیبت کول پکې روا دي.
  4. قرطبي ویلي: هند دا نه غوښتل چې ابو سفیان په ټولو حالاتو کې بخیل وګڼي، بلکې د هغه سره یې خپل حالت بیان کړ او دا یې په ډاګه کړه چې هغې او د هغې له کوچنیانو سره بخیل دی، لدې څخه دا معلومیږي چې هغه دې په ټولو حالاتو کې بخیل وي، ځکه ډیری مشران دا کار د خپلو کورنیو سره کوي خو د بېګانه خلکو د خوشحالولو لپاره یې هغوی ته ورکوي تر څو یې پر ځان رامات کړي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه