عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قالَ: قالَ رَسُولُ اللَّهِ صلَّى اللَّهُ عليْه وسلَّمَ:
«دِينَارٌ أَنْفَقْتَهُ فِي سَبِيلِ اللهِ، وَدِينَارٌ أَنْفَقْتَهُ فِي رَقَبَةٍ، وَدِينَارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ، وَدِينَارٌ أَنْفَقْتَهُ عَلَى أَهْلِكَ أَعْظَمُهَا أَجْرًا الَّذِي أَنْفَقْتَهُ عَلَى أَهْلِكَ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 995]
المزيــد ...
له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
کله دې چې یو دینار دې د الله په لاره کې مصرف کړی وي، یو دینار دې د غلام د آزادولو لپاره مصرف کړی وي، یو دینار دې مسکین ته ورکړی وي او یو دینار دې پر خپلې کورنۍ مصرف کړی وي— نو له دې ټولو هغه دینار ډېر اجر لري چې پر خپلې کورنۍ دې مصرف کړی وي.
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 995]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د نفقې ځینې قسمونه ذکر کړل ویې فرمایل: یو دینار چې ته یې د الله په لار کې مصرفوې، یو دینار چې ته یې د غلام آزادولو لپاره ورکوې، یو دینار چې ته یې مسکین ته صدقه ورکوې او یو دینار چې ته یې پر خپل اهل (کورنۍ) مصرفوې — نو د الله تعالی سره تر ټولو زیات اجر لرونکی دینار هغه دی چې ته یې پر خپلې کورنۍ، اولادونو او هغه چا مصرفوې چې نفقه یې ستا تر غاړې وي.