+ -

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما أنَّ رَسولَ اللَّهِ صلَّى اللَّهُ عليْه وسلَّمَ، قال:
«قَدْ أَفْلَحَ مَن أَسْلَمَ، وَرُزِقَ كَفَافًا، وَقَنَّعَهُ اللَّهُ بما آتَاهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1054]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
بریالی شو هغه څوک چې اسلام یې قبول کړ، او الله تعالی ورته دومره روزي ورکړه چې بسنه ورته کوي، او الله هغه ته په هغه څه قناعت ورکړي چې ورکړي یې دي.

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1054]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې بریالی او کامیاب هغه څوک دی چې: خپل رب ته تسلیم شوی وي، نو دی به له هدایت شوو او هغه چا څخه وي چې الله تعالی د اسلام توفیق ورکړی وي، او الله تعالی هغه ته له حلالو څخه دومره روزي ورکړې وي چې د هغه اړتیاوې پوره کړي نه زیات وي او نه کم، او الله تعالی هغه ته قناعت ورکړی وي، یعني هغه په خپل حال خوشاله وي، او د الله په ورکړه راضي وي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د انسان حقیقي خوشالي په دې کې ده چې دین یې کامل وي، ژوند یې د بسایني وي او په هغه څه قناعت ولري چې الله ورکړي دي.
  2. دېته هڅونه چې انسان د اسلام او سنت له پاندۍ سره له دنیا څخه د الله په ورکړه قناعت ولري.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري ملاګاسي الولوف اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية الماراثية
د ژباړو کتنه