+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَا يَسْتُرُ عَبْدٌ عَبْدًا فِي الدُّنْيَا إِلَّا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2590]
المزيــد ...

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لَا يَسْتُرُ عَبْدٌ عَبْدًا فِي الدُّنْيَا إِلَّا سَتَرَهُ اللهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ». «په دنیا کې هېڅ بنده د بل بنده پرده نه کوي مګر دا چې د قیامت په ورځ به الله تعالی د هغه پرده وکړي».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2590]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هېڅ مسلمان په یوه چاره کې د خپل مسلمان ورور پرده نه کوي مګر دا چې الله جل جلاله به یې د قیامت په ورځ پرده وکړي؛ ځکه چې سزا د عمل له جنس څخه ده، او ده لره به د الله تعالی پرده دا وي چې عیبونه او ګناهونه به یې د محشر په ورځ خلکو ته نه رسوا کوي، او یا دا چې حساب به یې ورسره نه کوي او ورته به یې نه یادوي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. مسلمان چې کله ګناه وکړي نو پرده اچول پرې روا دي، سره له دې چې ترې به یې منع کوي، نصیحت به ورته کوي او له الله څخه به یې وېروي، خو که چېرته د شر او فساد له خاوندانو څخه و، هغوی چې په ډاګه ګناهونه کوي او بد فعلۍ کوي، نو بیا پرې پرده اچول په کار نه دي؛ ځکه چې پرده پرې اچول یې نور هم با جراته کوي، بلکه باید چې چارواکي پرې خبر شي، که څه هم پدې کې هغه په ډاګه کېږي؛ ځکه چې ده خپله بد فعلي او ګناه ډاګیزه کړې ده.
  2. د نورو پرده کولو ته هڅول.
  3. د پردې اچولو له ګټو څخه: ګناه کار ته فرصت ورکول دي چې د خپل ځان سره محاسبه وکړي او الله تعالی ته راوګرځي؛ ځکه چې د عیبونو او شرمناکو شیانو په ډاګه کول د بې حیایۍ د خپرېدو یوه بڼه ده چې ټولنیزه فضا خرابوي او خلک یې د ارتکاب لپاره هڅوي.
نور