+ -

عَنْ جَابِرٍ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَبْلَ وَفَاتِهِ بِثَلَاثٍ يَقُولُ:
«لَا يَمُوتَنَّ أَحَدُكُمْ إِلَّا وَهُوَ يُحْسِنُ بِاللهِ الظَّنَّ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2877]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د هغه د مرګ نه درې ورځې مخکې اورېدلي چې وییل یې:
«لَا يَمُوتَنَّ أَحَدُكُمْ إِلَّا وَهُوَ يُحْسِنُ بِاللهِ الظَّنَّ». «په تاسو کې دې هېچاته مرګ نه راځي، مګر په داسې حال کې چې په الله ښه ګمان ولري».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2877]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمان دې ته هڅوي چې هغه دې نه مري مګر په داسې حال کې چې په الله ښه ګمان ولري، داسې چې د ځنکندن پر مهال پرې د هیله مندۍ اړخ غالب وي چې الله تعالی به پرې رحم کوي او بخښي به یې، ځکه چې د عمل د ښه والي لپاره وېره اړینه ده، او هغه چې کوم حالت دی (ځنکدن) هغه د عملونو حالت نه دی، نو باید چې د هیله مندۍ اړخ پکې غالب وي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د امت په ارشاد او لارښوونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټینګار او په ټولو حالتونو کې سخته مهرباني؛ آن په مرګونې ناروغۍ کې یې هم خپل امت ته نصیحت کاوه او د نجات لارې یې ورښودلې.
  2. الطیبي فرمایلي: خپل عملونه اوس ښه کړئ، تر څو د مرګ پر مهال پر الله نیک ګمانه اوسئ او یقینا چې د چا عمل له مرګ نه مخکې بد شو د مرګ پر مهال هم پر الله بد ګمانی کېږي.
  3. د بنده لپاره تر ټولو غوره شرایط د امید او وېرې تر منځ اعتدال، او د مینې غلبه ده؛ نو محبت یوه سپرلۍ ده، امید تېز او وېره چلوونکی دی او الله د هغه د مهربانۍ او سخاوت سره نښلوونکی دی.
  4. هغه څوک چې مرګ ورته راغلی وي، نو ورسره ناست خلک یې باید الله تعالی ته هیله مند کړي او دې ته چې په الله تعالی ښه ګمان ولري، په دې حدیث کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مرګ څخه درې ورځې مخکې دا وینا وکړه.