عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ، وَإِنَّ مِنَ المُجَاهَرَةِ أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ بِاللَّيْلِ عَمَلًا، ثُمَّ يُصْبِحَ وَقَدْ سَتَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ، فَيَقُولَ: يَا فُلاَنُ، عَمِلْتُ البَارِحَةَ كَذَا وَكَذَا، وَقَدْ بَاتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ، وَيُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللَّهِ عَنْهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6069]
المزيــد ...

له ابوهریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایي چې: ما له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه اورېدلي دي چې ویل یې:
«كُلُّ أُمَّتِي مُعَافًى إِلَّا المُجَاهِرِينَ، وَإِنَّ مِنَ المُجَاهَرَةِ أَنْ يَعْمَلَ الرَّجُلُ بِاللَّيْلِ عَمَلًا، ثُمَّ يُصْبِحَ وَقَدْ سَتَرَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ، فَيَقُولَ: يَا فُلاَنُ، عَمِلْتُ البَارِحَةَ كَذَا وَكَذَا، وَقَدْ بَاتَ يَسْتُرُهُ رَبُّهُ، وَيُصْبِحُ يَكْشِفُ سِتْرَ اللَّهِ عَنْهُ». «زما ټول امتیان بخښل شوي دي پرته له هغو څخه چې د - ګناه - ښکاره کوونکي وي، او -ګناه- ښکاره کوونکي خلک هغه دي چې: یو سړی د شپې یو کار (ګناه) وکړي، بیا په داسې حال کې سهار کړي چې الله د هغه ستر او پرده کړي وي، بیا ووايي: اې فلانیه! ما تېره شپه داسې او داسې وکړل، او حال دا چې هغه به په داسې حال کې شپه تېره کړې وي چې الله تعالی د هغه ستر او پرده کړي وي، خو دی به سبا د هغه څه څخه پرده پورته کړي چې الله پرې پرده اچولې وه».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 6069]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې ګناه کار مسلمان ته د الله تعالی د بخښنې تمه شته، مګر هغه څوک چې په ویاړ او سرکښۍ سره خپله ګناه اعلانوي نو هغه د بخښنې وړ نه دی. ځکه چې هغه کله د شپې ګناه وکړي نو سبا پرې د الله جل جلاله اچولې پرده له ځانه لرې کوي، او نورو سره په خبرو کې وایې چې پرون مې فلانۍ ګناه کړې ده، پداسې حال کې چې الله تعالی د شپې پرې پرده اچولې وه، نو کله چې سهار کړي د الله تعالی پرده له ځانه لرې کړي..!!

د حديث له ګټو څخه

  1. په ډاګه د ګناه کولو بدوالی، وروسته له دې چې الله پاک پرې پرده اچولې وه.
  2. د ګناه په ډاګه کولو سره د مؤمنانو تر منځه بد کاري خپریږي.
  3. الله تعالی چې د چا پرده په دنیا کې وکړي په اخرت کې یې هم کوي، دا پر بندګانو د الله تعالی د لوی رحمت ښودنه کوي.
  4. څوک چې په کومه ګناه اخته شوی وي باید پر ځان پرده واچوي او الله تعالی ته توبه وباسي.
  5. د هغه چا د ګناه لوی والی چې په ښکاره ګناه کوي او ځان له بخښلو څخه بې برخې کوي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (55)
نور