عَنْ سَعْدِ بنِ أبي وَقَّاصٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
كُنَّا عِنْدَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: «أَيَعْجِزُ أَحَدُكُمْ أَنْ يَكْسِبَ، كُلَّ يَوْمٍ أَلْفَ حَسَنَةٍ؟» فَسَأَلَهُ سَائِلٌ مِنْ جُلَسَائِهِ: كَيْفَ يَكْسِبُ أَحَدُنَا أَلْفَ حَسَنَةٍ؟ قَالَ: «يُسَبِّحُ مِائَةَ تَسْبِيحَةٍ، فَيُكْتَبُ لَهُ أَلْفُ حَسَنَةٍ، أَوْ يُحَطُّ عَنْهُ أَلْفُ خَطِيئَةٍ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2698]
المزيــد ...
له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو نو هغه وفرمایل: «آیا له تاسو څخه څوک نشي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟» نو یو ناست کس ترې وپوښتل: څنګه زموږ څخه یو څوک کولای شي زر نېکۍ تر لاسه کړي؟ هغه وفرمایل چې: «سل ځلې تسبیح ووايي، نو زر نېکۍ ورته لیکل کېږي او یا ترې زر ګناهونه کمېږي».
[صحیح] - [مسلم روایت کړی] - [صحیح مسلم - 2698]
نبي صلی الله علیه وسلم له خپلو صحابه وو څخه وپوښتل: آیا له تاسو څخه یو څوک نه شي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟ یو ناست کس وویل: یو انسان څنګه کولی شي په اسانۍ سره په یوه ورځ کې زر نېکۍ ترلاسه کړي؟ رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:سل ځلې به(سبحان الله) ووایي نو زر نېکۍ به ورته ولیکل شي؛ ځکه هره نېکي لس چنده حسابېږي، اویا به یې له ګناهونو ترې زر ګناهونه پاک شي.