عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم قال:
«الرَّاحِمُونَ يَرْحَمُهمُ الرَّحمنُ، ارحَمُوا أهلَ الأرضِ يَرْحْمْكُم مَن في السّماء».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي وأحمد] - [سنن أبي داود: 4941]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي».

[صحيح دی] - [ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی] - [سنن ابو داود - 4941]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم بیانوي چې؛ هغه خلک چې په نورو رحم کوي، نو رحمان ذات پر هغوی رحم کوي چې رحم یې له هر څه پراخه دی، بدله د عمل سره برابره.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځمکې په ټولو مخلوقاتو د رحم کولو امر وکړ؛ که هغه انسان، یا حیوان، یا الوتونکی مرغه او یا نور داسې ډول ډول مخلوقات وي، او د دې بدله دا ده چې الله تعالی به په تاسو باندې د اسمانونو له پاسه رحم وکړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د اسلام دین د رحم دین دی، او هغه ټول د الله تعالی په اطاعت او مخلوقاتو سره په نیکۍ کولو ولاړ دی.
  2. الله تعالی په رحمت سره یاد شوی دی، او هغه پاک ذات رحمان او رحیم دی، بندګانو ته د خپل رحمت رسوونکی دی.
  3. بدله د عمل له جنس څخه وي، نو رحم کوونکو باندې الله رحم کوي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (58)
نور