عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ:
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللَّهَ قَالَ: مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالحَرْبِ، وَمَا تَقَرَّبَ إِلَيَّ عَبْدِي بِشَيْءٍ أَحَبَّ إِلَيَّ مِمَّا افْتَرَضْتُ عَلَيْهِ، وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ، فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ: كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ، وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ، وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا، وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا، وَإِنْ سَأَلَنِي لَأُعْطِيَنَّهُ، وَلَئِنِ اسْتَعَاذَنِي لَأُعِيذَنَّهُ، وَمَا تَرَدَّدْتُ عَنْ شَيْءٍ أَنَا فَاعِلُهُ تَرَدُّدِي عَنْ نَفْسِ المُؤْمِنِ، يَكْرَهُ المَوْتَ وَأَنَا أَكْرَهُ مَسَاءَتَهُ».

[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: بیشکه الله تعالی فرمایلي دي: څوک چې زما له دوست سره دښمني وکړي، نو ما له هغه سره د جنګ اعلان وکړ او زما بنده ما ته په بل هیڅ شي دومره ندی رانږدې شوی لکه څومره چې د هغه څه په کولو سره رانږدې کیږي چې ما پرې فرض کړي دي او ماته زما بنده تر هغه د نوافلو په کولو سره رانږدې کیږي چې زه له هغه سره مینه ولرم، نو کله چې ورسره مینه وکړم: زه د هغه د بدن د غړو په کارولو کې توفیق ورکوم، داسې چې حق به اوري، حق به ګوري، لاسونه به په روا کړنو کې کاروي او په پښو به ښو ځایونو ته د تللو توفیق ورکوم، او که زما څخه سوال وکړي نو خامخا به یې ورکړم او که پر ما یې پناه وغوښته نو پناه به ورکړم او هېڅکله په یو کار کې متردد شوی نه یم چې کول یې غواړم پرته لدې چې کله د مؤمن روح اخلم، نو هغه مرګ بد ګڼي او زه د هغه خفه کول بد ګڼم».

صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په قدسي حدیث کې خبر ورکوي چې الله جل جلاله فرمایلي: څوک چې زما اولياوو ته ضرر ورسوي، غوسه يې کړي او يا ترې کرکه وکړي، نو هغه ته مې خبرداری ورکړی او له هغه سره مې دښمني اعلان کړې ده.
او ولي: هغه مومن دی چې تقوا لري او مومن چې په څومره اندازه ایمان او تقوا لري، په همغومره اندازه یې د الله جل جلاله سره د ولایت برخه ډېره وي. او مسلمان خپل رب ته په بل کار دومره نه ندی نږدې شوی، څومره چې په هغو کارونو نږدې کیږي چې هغه پرې فرض او واجب ګرځولي لکه: د طاعتونو تر سره کول او د محرماتو پرېښودل، او تر هغه یو مسلمان خپل رب ته له فرضو سره د نوافلو په کولو نږدې کیږي تر دې چې د الله جل جلاله محبت ترلاسه کړي. نو کله چې الله تعالی ورسره مینه وکړي، الله تعالی به د دې څلورو غړو د سمې کارونې توفیق ورکړي:
په اورېدلو کې به توفیق ورکړي، نو هغه څه به اوري چې الله پرې راضي کیږی.
په لېدلو کې به توفیق ورکړي، نو یوازې هغه څه ته به ګوري چې الله یې خوښوي او پرې راضي کیږي.
د لاسونو په کارولو کې به توفیق ورکړي، نو په لاسونو به یوازې هغه کار کوي چې الله پرې راضي کیږي.
او د پښو په کارولو کې به توفیق ورکړي، نو یوازې هغه ځای ته به ځي چې الله یې خوښوي او یوازې هغه ځای ته به هڅه کوي چې خېر پکې وي.
لدې سره که له الله جل جلاله څخه د کوم شي سوال وکړي، نو الله به یې غوښتنه ومني. او پدې سره به هغه څوک شي چې دعا یې قبلیږي، او که په الله جل جلاله پناه وغواړي او هغه ته د ملاتړ په موخه پنا یوسي، نو الله پاک به پناه ورکړي او د هغه څه په وړاندې به یې ملاتړ وکړي چې وېره ترې لري.
بیا الله جل جلاله وفرمایل: او د هیڅ یو کار په کولو کې چې زه یې کول غواړم دومره متردد شوی نه یم څومره چې د مهربانۍ له مخې د مومن په روح اخیستلو کې متردد شوی یم، ځکه چې هغه مرګ د هغه درد له امله بد ګڼي چې پکې دی او الله هر هغه څه نه خوښوي چې مومن دردوي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. دا حدیث له هغو حدیثونو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او قدسي یا الهي حدیث ورته وییل کیږی، دا هغه حدیثونه دي چې الفاظ او معنا یې د الله لخوا ده، پرته لدې چې د قرآن کریم هغه ځانګړتیاوې نه لري چې له نورو یې جلا کوي، لکه په تلاوت سره یې عبادت کېدل، د راخیستلو لپاره یې طهارت کول، پدې سره ننګول او دا چې دا یو عاجزوونکی کتاب دی او داسې نور.
  2. د الله جل جلاله اولیاوو ته د ضرر رسولو ممانعت، هغوی سره محبت کولو ته هڅول او د هغوی په فضیلت اعتراف کول.
  3. د الله جل جلاله له دښمنانو سره په دښمنۍ کولو امر او د هغوی سره د محبت کولو حراموالی.
  4. څوک چې د الله جل جلاله د دوستۍ دعوه لري پداسې حال کې چې د شریعت پیروي یې نه کوي، نو په خپله دعوه کې دروغجن دی.
  5. د الله جل جلاله دوستي د واجباتو په کولو او د منهیاتو په پرېښودلو سره تر لاسه کیږي.
  6. له بنده سره د الله جل جلاله د محبت او د هغه د دعا قبلولو له لاملونو څخه یو د فرضو له ادا كولو وروسته د نفلي عبادتونو ترسره كول او د حرامو پرېښودل دي.
  7. د اولیاوو عزت او د هغوی لوړه مرتبه.
نور