1. کور‌پاڼه
  2. ډلبندیانې
  3. فضایل او آداب

حدیث بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې

عَن عَبْدِ اللهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ الْعَاصِ رضي الله عنهما أَنَّهُ سَمِعَ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ:
«إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ، كَقَلْبٍ وَاحِدٍ، يُصَرِّفُهُ حَيْثُ يَشَاءُ» ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اللهُمَّ مُصَرِّفَ الْقُلُوبِ صَرِّفْ قُلُوبَنَا عَلَى طَاعَتِكَ».

له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
"بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې» بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "ای د زړونو اړوونکی ذاته! زموږ زړونه خپل اطاعت ته وروګرځوه".

صحيح دی مسلم روايت کړی دی صحيح مسلم - 2654

تشریح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د آدم د اولادې ټول زړونه لکه د یو زړه په څېر د رحمان ذات د دوو ګوتو ترمنځ دي، نو هغه یې چې هر لور ته وغواړي هغه لورې ته یې اړوي؛ که وغواړي، پر حق یې پاتې کوي، او که وغواړي له حقه یې اړوي، د الله تعالی واک او تصرف په ټولو زړونو کې داسې دی لکه د یو زړه په څېر، هېڅ کار یې له بل کاره نه بوختوي، بیا نبي صلی الله علیه وسلم داسې دعا وکړه او ویې ویل: ای د زړونو اړوونکیه! چې کله یې طاعت ته اړوې، کله ګناه ته، کله ذکر ته او کله غفلت ته – نو ته زموږ زړونه خپل اطاعت واړوه.

د حديث له ګټو څخه

  1. الله تعالی د خپلو بندګانو زړونه د هغه تقدیر (قضا او قدر) له مخې اړوي، چې مخکې یې پرې لیکلی دی.
  2. مسلمان ته پکار دي چې تل له خپل رب نه د حق او هدایت پر لاره د ثبات غوښتنه وکړي.
  3. د الله نه وېره او یوازې د هغه ذات سره اړیکه ساتل چې یو دی او هېڅ شریک نه لري.
  4. الآجُري ویلي: بېشکه د حق لارویان الله جل جلاله په هغه څه سره یادوي چې الله پرې خپل ځان یاد کړی دی، او په هغه څه سره چې رسول یې؛ صلی الله علیه وسلم پرې یاد کړی دی، او په هغه څه سره چې صحابه کرامو رضي الله عنهم پرې یاد کړی دی، او دا د هغو علماوو تګلاره ده چې پیروي کوي او بدعت نه کوي. پای. نو اهل سنت الله جل جلاله ته هغه نومونونه او صفتونه ثابتوي چې هغه خپله د خپل ځان لپاره ثابت کړي دي؛ پرته له دې چې تحریف پکې وکړي، انکار ترې وکړي، د څرنګوالي په اړه یې پوښتنه وکړي او یا دا چې مثل یې بیان کړي، او هغه څه د الله تعالی څخه نفي کوي چې هغه له خپل ځان څخه نفي کړي دي، او د هغه څه په وړاندې چوپتیا غوره کوي چې د اثبات یا نفي په اړه یې څه نه دي راغلي، الله تعالی فرمایلي: (‌لَيْسَ ‌كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ). (د الله په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او ليدونکی دی).

د ژباړو راړول

45 ژبه
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
NE नेपाली النيبالية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية