عَنْ حَكِيمِ بْنِ حِزَامٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ:
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ أَشْيَاءَ كُنْتُ أَتَحَنَّثُ بِهَا فِي الجَاهِلِيَّةِ مِنْ صَدَقَةٍ أَوْ عَتَاقَةٍ، وَصِلَةِ رَحِمٍ، فَهَلْ فِيهَا مِنْ أَجْرٍ؟ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ».

[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له حکیم بن حزام رضی الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي:
قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَرَأَيْتَ أَشْيَاءَ كُنْتُ أَتَحَنَّثُ بِهَا فِي الجَاهِلِيَّةِ مِنْ صَدَقَةٍ أَوْ عَتَاقَةٍ، وَصِلَةِ رَحِمٍ، فَهَلْ فِيهَا مِنْ أَجْرٍ؟ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ مِنْ خَيْرٍ». ما وویل: اې د الله رسوله، ماته د هغو کارونو په اړه خبر راکړه چې ما به پرې جاهلیت کې عبادت کاوه لکه: صدقه، د مریانو ازادول او صله رحمي، نو آیا په هغې څه اجر شته؟ نو نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: داسې مهال دې اسلام راوړی چې مخکې دې ترې ښه کارونه کړي دي».

صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې که کافر مسلمان شي نو هغه ته به د هغو نیکو عملونو ثواب ورکول کیږي چې د جاهلیت په زمانه کې یې له اسلام څخه وړاندې کړي دي، لکه صدقه ورکول، د غلامانو ازادول او صله رحمي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي بنګالي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. که چېرته یو څوک د کفر په حالت کې مړ شي نو هغه ته د هغو نېکو عملونو ثواب نه ورکول کیږي چې په دنیا کې یې کړي دي.
نور