عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رضي الله عنهما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى رُخَصُهُ، كَمَا يُحِبُّ أَنْ تُؤْتَى عَزَائِمُهُ».

[صحيح] - [رواه ابن حبان] - [صحيح ابن حبان: 354]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«الله جل جلاله خوښ ګڼي چې له رخصتونو څخه یې ګټه واخیستل شي، لکه څرنګه چې له عزیمتونو څخه یې ګټه اخیستل کیږي».

[صحيح دی] - [ابن حبان روايت کړی دی] - [صحيح ابن حبان - 354]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي: الله جل جلاله خوښوي چې له هغو رخصتونو څخه یې ګټه واخستل شي چې روا کړي یې دي لکه په احکامو او عباداتو کې تخفیف او د عذر پر مهال په مکلف باندې اسانتیا راوستل - لکه د لمانځه قصر او یا په سفر کې - د لمونځونو - جمع کول. لکه څرنګه چې خوښ ګڼي عزیمت یې پر ځای شي لکه واجب کارونه، ځکه په رخصت او عزیمت دواړو کې د الله تعالی حکم یو دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د الله تعالی رحمت پر خپلو بنده ګانو او دا چې هغه پاک ذات خوښ ګڼي له هغو رخصتونو یې ګټه واخستل شي چې روا کړي یې دي.
  2. د دې شریعت بشپړتیا، او له مسلمان څخه یې د سختۍ لرې کول.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (65)