عَنْ ‌سَهْلٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّ فِي الْجَنَّةِ بَابًا يُقَالُ لَهُ الرَّيَّانُ، يَدْخُلُ مِنْهُ الصَّائِمُونَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ، يُقَالُ: أَيْنَ الصَّائِمُونَ، فَيَقُومُونَ لَا يَدْخُلُ مِنْهُ أَحَدٌ غَيْرُهُمْ، فَإِذَا دَخَلُوا أُغْلِقَ، فَلَمْ يَدْخُلْ مِنْهُ أَحَدٌ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1896]
المزيــد ...

له سهل رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان بلل کېږي، د قیامت په ورځ به ترې یوازې روژتیان ننوځي، او له دوی پرته به ترې نور خلک نه ننوځي وبه ویل شي: روژتیان چېرته دي، نو دوی به پاڅېږي او له دوی پرته به ترې بل څوک نه ننوځي، نو کله چې دوی ورننوځي بنده به شي، نو هېڅوک به ترې داخل نه شي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 1896]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان بلل کېږي او د قیامت په ورځ به ترې یوازې روژتیان ننوځي او له دوی پرته به بل څوک نه ننوځي، غږ به وشي چې روژتیان چېرته دي، نو دوی به پاڅېږي او له دوی پرته به بل څوک ترې داخل نه شي، نو کله چې د دوی وروستی تن ورننوځي بنده به شي، نو وروسته به ترې هېڅوک داخل نه شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. نووي ویلي: په حدیث کې د روژې فضیلت او روژتیانو درناوی بیان شوی دی.
  2. الله تعالی د جنت له اتو دروازو څخه یوه روژه تیانو ته ځانګړې کړې ده، نو کله چې دوی ورداخل شي بنده به شي.
  3. دېته اشاره ده چې جنت اته دروازې لري.
  4. السندي ويلي: د هغه دا وينا: چې (روژه لرونکي چېرته دي؟) یعنې هغه کسان دي چې ډېرې روژې نيسي، لکه عادل او ظالم، دا هغه چا ته ويل کېږي چې د دې کړنو عادت لري، نه هغه چا ته چې يو ځل يې کوي.
  5. (الریان) هغه چې تنده ماتوي، ځکه روژه نیونکي تږي کېږي، په ځانګړې توګه د دوبي په اوږدو او ګرمو ورځو کې. نو دوی ته د دوی د عمل سره سم د دې ځانګړې دروازې د نوم له مخې اجر ورکول کېږي چې هغه باب الریان ده، یعنې هغه دروازه چې تنده ماتوي، او ویل شوي چې د ریان د فعلان په وزن ده یعنې هغه چې ډېر خړوبول کوي کوم چې د تندي ضد دی، دا نوم ځکه ورکړل شوی چې دا د روژه نیوونکو د تندې او لوږې په بدل کې اجر دی.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية البنجابية الماراثية
د ژباړو کتنه