د روژې فضیلت

5د احادیثو لړلیک

د احادیثو لړلیک 5

چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه یې وبخښل شي
الله تعالی فرمايي: د بني آدم هر عمل د هغه لپاره دى پرته له روژې څخه چې هغه زما لپاره ده او زه پرې اجر ورکوم
څوک چې (د کوروالي)وړتیا ولري نو واده دې وکړي، ځکه چې دا (کار) د سترګو د حفاظت او شرمګاه د ساتلو لپاره غوره دی، او څوک چې توان نه لري، نو روژه دې ونيسي، ځکه دا ورته (شهوت پرې کوونکې) ده
په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان بلل کېږي، د قیامت په ورځ به ترې یوازې روژتیان ننوځي، او له دوی پرته به ترې نور خلک نه ننوځي
کله چې رمضان راشي نو د جنت دروازې پرانیستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي او شیطانان په زنځیرونو وتړل شي