عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:
«إِذَا جَاءَ رَمَضَانُ فُتِّحَتْ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ النَّارِ، وَصُفِّدَتِ الشَّيَاطِينُ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1079]
المزيــد ...
له ابو هُریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«کله چې رمضان راشي نو د جنت دروازې پرانیستل شي، د دوزخ دروازې بندې شي او شیطانان په زنځیرونو وتړل شي.»
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1079]
پیغمبر صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې کله رمضان راشي نو درې کارونه کیږي: لومړی: د جنت دروازې پرانیستل کېږي او هیڅ یوه یې بنده نه پاتې کیږي دویم: د دوزخ دروازې تړل کېږي چې هیڅ دروازه یې خلاصه نه پاتې کیږي. درېیم: شیطانان او بدجنسه جنيان په زنځیرونو تړل کېږي، نو نشي کولای هغه کارونه تر سره کړي چې دوی به له رمضان پرته په نورو میاشتو کې کول. دا ټول د دې میاشتې د درناوي او تعظیم په خاطر کیږي، ترڅو خلک په دې میاشت کې د عباداتو لکه لمونځ، صدقې، ذکر، د قرآن تلاوت او نورو صالحو اعمالو ترسره کولو ته وهڅول شي او له ګناهونو او معصیتونو څخه ځان وساتي.