عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«المُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ المُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ، وَالمُهَاجِرُ مَنْ هَجَرَ مَا نَهَى اللَّهُ عَنْهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 10]
المزيــد ...

له عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان يې د ژبې او لاس له ضرر څخه په امان کې وي او مهاجر هغه څوک دی چې هغه څه پریږدي چې الله پاک ورڅخه منعه کړی وي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 10]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د کامل اسلام خاوند هغه څوک دی چې د هغه له ژبې څخه مسلمانان په امن کې وي، نه ورته کنځلې کوي، نه پرې لعنت وايي، نه یې غیبت کوي او نه یې تر منځه یو بل ته د هېڅ ډول ضرر رسولو هڅه کوي. او د لاس څخه یې په امن کې وي، نو تېری پرې نه کوي، له حق پرته یې مالونه نه اخلي او داسې نور. او مهاجر هغه دی چې هر هغه څه پرېږدي چې الله تعالی ترې منع کړی دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د اسلام بشپړتیا یوازې په دې سره ترلاسه کېدی شي چې نورو ته زیان ونه رسوي، هغه که مادي وي او یا معنوي.
  2. له ژبې او لاس څخه په ځانګړې توګه یادونه لدې امله وشوه چې ډیری بدۍ او ضررونه له دوی څخه دي او تر ټول لوی شرونه له همدې دواړو صادریږي.
  3. ګناهونو پرېښودلو ته هڅول او پر هغه څه ټینګ عمل کول چې الله تعالی پرې امر کړی.
  4. غوره مسلمان هغه دی چې د الله تعالی او د مسلمانانو حقوق ادا کړي.
  5. تیری، کېدی شي چې په وینا او یا کړنې سره وي.
  6. بشپړ هجرت د هغو کارونو پرېښودل دي چې الله جل جلاله حرام کړي دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (54)
نور