عن أنس رضي الله عنه : أن النبي صلى الله عليه وسلم ومعاذ رديفه على الرَّحْلِ، قال: «يا معاذ» قال: لبَّيْكَ يا رسول الله وسَعْدَيْكَ، قال: «يا معاذ» قال: لَبَّيْكَ يا رسول الله وسَعْدَيْكَ، قال: «يا معاذ» قال: لبَّيْكَ يا رسول اللهِ وسَعْدَيْكَ، ثلاثا، قال: «ما من عبد يشهد أن لا إله إلا الله، وأَنَّ محمدا عبده ورسوله صِدْقًا من قلبه إلَّا حرمه الله على النار» قال: يا رسول الله، أفلا أُخْبِر بها الناس فَيَسْتَبْشِرُوا؟ قال: «إِذًا يتكلوا» فأخبر بها معاذ عند موته تَأَثُّمًا.
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

له انس - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې د نبي - صلی الله علیه وسلم - پسې معاذ بن جبل په سپرلۍ شاته ناست و، ویې وییل : ای معاذه ! هغه وویل: لبیک یا رسول الله! یعنې ای د الله رسوله پرلپسې امر راته وکړه زه چمتو یم، و سعدیک: یعنې ستا په پیروۍ کولو سره مرستې ته چمتو یم. نو ویې فرمایل: ای معاذه ! هغه وویل: لبیک یا رسول الله! یعنې ای د الله رسوله پرلپسې امر راته وکړه زه چمتو یم، و سعدیک: یعنې ستا په پیروۍ کولو سره مرستې ته چمتو یم. نو ویې فرمایل: ای معاذه ! هغه وویل: لبیک یا رسول الله! یعنې ای د الله رسوله پرلپسې امر راته وکړه زه چمتو یم، و سعدیک: یعنې ستا په پیروۍ کولو سره مرستې ته چمتو یم. درې ځلې. نو ویې فرمایل: هیڅ یو بنده د زړه په تصدیق سره د دې - خبرې - ګواهي نه ورکوي چې: له الله پرته په حقه بل مستحق د عبادت نشته، او دا چې محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله بنده او رسول دی، مګر دا چې الله به یې پر اور حرام کړي. هغه وویل: ای د الله رسوله! آیا خلکو ته د دې خبر په اورولو سره زیری ورنکړم؟ ویې فرمایل: بیا به هغوی په همدې تکیه وکړي او عمل کول به پریږدي. نو معاذ بیا پدې اړه خلکو ته له مرګ نه وړاندې خبر ورکړ، لدې ویرې چې هسې نه د علم په پټولو سره ګناهکار نه شي.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

معاذ بن جبل - رضي الله عنه - د پيغمبر - صلی الله علیه وسلم - پسې په سپرلۍ شاته سپور و، نو نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - ورته وفرمایل:ای معاذه! هغه وویل : لبیک ای د الله رسوله! یعنې له چمتووالي وروسته بیا ستا پیروۍ ته چمتو یم، و سعدیک: ستا په پیروۍ کولو سره پرلپسې مرستې کولو ته چمتو یم، بیا یې وویل: ای معاذه! هغه وویل : لبیک و سعدیک: ای د الله رسوله! ستا له امر څخه پیروي کوم او په پرلپسې ډول مرستې ته چمتو یم، بیا یې وویل: ای معاذه! هغه وویل : لبیک و سعدیک: ای د الله رسوله! ستا له امر څخه پیروي کوم او په پرلپسې ډول مرستې ته چمتو یم بیا یې وفرمایل: هیڅ یو بنده د دې - خبرې - ګواهي نه ورکوي چې نشته دی لایق د عبادت مګر یو الله دی، او محمد د الله بنده او رسول دی، د زړه له باور سره، نه دا چې یوازې یې په ژبه ووایي، مګر دا چې الله به یې پر اور کې په تل پاتې کېدو سره حرام کړي، ؛ نو معاذ وویل: ای د الله رسوله ! آیا خلک خبر نه کړم تر څو یې - په نفسونو - خوشحالي ورننباسم؛ نو هغه - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل: نه! تر څو یوازې پدې تکیه ونکړي او عمل به پریږدي، نو معاذ پرې خلک د ژوند په وروستیو ورځو کې خبر کړل لدې ویرې چې هسې نه د علم په پټولو سره ګناهکار شي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي سنیګالي ژبه کردي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ياباني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د یو حدیث د نه بیانولو جواز، کله چې پرې سړی د حرامو مرتکب جوړیږي، او یا پریښودل د افضل ورباندې مرتب کیږي.
  2. په سپرلۍ د یو چاپسې شاته د سپریدلو جواز، پدې شرط چې - سپرلۍ - ته ضرر و نه رسیږي.
  3. د معاذ - رضي الله عنه - د مرتبې بیان، او هغه سره د پیغمبر -صلی الله علیه وسلم - محبت.
  4. د زیات وضاحت پلټنه کول د هغه څه په اړه چې د پوښته کوونکي په زړه کې اوړي راوړي جایز دي.
  5. د ( لا إله إلا الله و ان محمدا رسول الله) د ګواهۍ له شرطونو څخه دا دي چې ویونکي یې ریښتینی وي په دې حال کې چې نه به شکي وي او نه منافق.
  6. د توحید - عقیدې - خاوندان د دوزخ په اور کې تل نه پاتې کیږي، که څه هم د ګناهونو له امله ورننوځي؛ خو کله چې پاک شي بیرته ترې راویستل کیږي.
نور