عَنْ عَائِشَةَ رضي الله عنها قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«الْمَاهِرُ بِالْقُرْآنِ مَعَ السَّفَرَةِ الْكِرَامِ الْبَرَرَةِ، وَالَّذِي يَقْرَأُ الْقُرْآنَ وَيَتَتَعْتَعُ فِيهِ، وَهُوَ عَلَيْهِ شَاقٌّ، لَهُ أَجْرَانِ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 798]
المزيــد ...
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"څوک چې په قرآن کې ماهر وي، هغه به د شریفو، پاکو او عزتمندو (پرښتو) سره وي، او څوک چې قرآن لولي، خو د سختۍ له امله پکې بندیږي او لوستل یې ورته ستونزمن وي، نو هغه لره دوه اجرونه دي".
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 798]
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې قرآن لولي، او ښه پياوړې حافظه ولري او په لوستلو کې مهارت او زیرکتیا ولري، نو په آخرت کې به یې اجر دا وي چې د هغه مقام به له هغو پرېښتو سره وي چې لیکوالانې او د عزت خاوندانې او نېکې دي، او څوک چې قرآن لولي او د حافظې د کمزورۍ له امله یې په لوستلو کې تېندکونه وهي، خو سره له دې یې بیا بیا هم لولي، ځکه چې حافظه یې کمزورې ده خو بیا یې هم نه پریږدي، نو دا د هغه لپاره ډېره ستونزمنه او سخته چاره ده، نو د ده لپاره دوه اجرونه دي: د لوستلو اجر او په لوستلو کې د سختۍ سره سره د بیا بیا د لوستلو اجر.