+ -

عَنْ أَبَي قَتَادَةَ رضي الله عنه أنَّهُ طَلَبَ غَرِيمًا لَهُ، فَتَوَارَى عَنْهُ ثُمَّ وَجَدَهُ، فَقَالَ: إِنِّي مُعْسِرٌ، فَقَالَ: آللَّهِ؟ قَالَ: آللَّهِ؟ قَالَ: فَإِنِّي سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُنْجِيَهُ اللهُ مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلْيُنَفِّسْ عَنْ مُعْسِرٍ أَوْ يَضَعْ عَنْهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1563]
المزيــد ...

له ابو قتاده رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه د خپل پوروړي پسې ورغی، هغه ترې پټ شو، بیا یې وموند او ویې ویل: زه په سختۍ کې یم (لاس می تنګ دی او څه نه لرم)، هغه وویل: ستا دې په الله قسم وي؟ ويې ويل: په الله قسم؟ هغه وفرمایل: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یي:
«مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُنْجِيَهُ اللهُ مِنْ كُرَبِ يَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلْيُنَفِّسْ عَنْ مُعْسِرٍ أَوْ يَضَعْ عَنْهُ». «که څوک خوښ ګڼي چې الله تعالی یې د قیامت د ورځې له سختیو څخه وساتي؛ نو د نادار او بې وزله لاس نیوی دې وکړي، او یا دې ورته پرېږدي».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1563]

تشریح

ابو قتاده الانصاري رضي الله عنه د یو قرضدار په لټه کې و چې ترې پټېده، هغه یې وموند، نو قرضدار ورته وویل: زه نادار یم او ستا د پور د ادا کولو لپاره پیسې نه لرم.
نو ابو قتاده رضي الله عنه ورته قسم ورکړ چې پيسې نه لري؟
نو په الله یې قسم وکړ چې په خپله وینا کې ریښتونی دی.
ابو قتاده رضي الله عنه وايي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدلي چې ویل یې:
که څوک خوښ ګڼي او خوشحالېږي چې الله جل جلاله یې د قیامت د ورځې له سختیو او وحشتونو څخه وساتي نو د تنګ لاسي پوروړي سره دې سختي نه کوي، یعنې نېټه دې ورته اوږده کړي او پور دې ترې ورورسته وغواړي، او یا دې ورته د پور یوه برخه او یا ټول وبخښي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. نادار کس ته وخت ورکول مستحب دي چې یو څه ورسره پيدا شي، او یا دا چې ټول پور او یا یې یوه برخه ورته پرېښودل شي.
  2. څوک چې له یو مؤمن څخه د دنیا یوه سختي لرې کړي، الله تعالی به ترې د قیامت د ورځې له سختیو څخه یوه لرې کړي، او بدله د عمل له جنس څخه ده.
  3. قاعده: فرائض له نفلو څخه غوره دي، خو کله ناکله یو نفلي عمل له فرضي عمل څخه غوره وي، تنګ لاسي انسان ته پور بخښل یو مستحب عمل دی، او پرې صبر کول، انتظار ورته ویستل او غوښتنه ترې نه کول فرض دي، نو دلته نفل له فرضو څخه غوره دي.
  4. دا حدیث د هغه چا په اړه دی چې تنګلاسی وي، نو دا معذرو دی او هغه څوک چې پور ځنډوي سره له دې چې پیسې لري، له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی هغه فرمايلي چې: "د مالدار (لخوا پور ځنډول) ظلم دی".
نور