+ -

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ:
كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَشَدَّ حَيَاءً مِنَ العَذْرَاءِ فِي خِدْرِهَا، فَإِذَا رَأَى شَيْئًا يَكْرَهُهُ عَرَفْنَاهُ فِي وَجْهِهِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6102]
المزيــد ...

له أبو سعید الخدری - رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغې پېغلې نه هم ډیر حیاناک و چې په خپل کور کې په پرده کې وي، نو کله به يې چې داسې یو څه ولیدل چې کرکه به يې ترې کوله، نو موږ به يې (اغیزه) د هغه په مخ کې پېژندله.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 6102]

تشریح

ابو سعید الخدري رضي الله عنه خبر ورکوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې پېغلې نجلۍ په پرتله ډېر حیا کوونکی و چې واده شوي نه وي او د سړیو سره یې ژوند نه وي کړی، بلکې په خپل کور کې په پرده کې ناسته وي، د هغه د زیاتې حیا له امله به یې چې کله داسې یو څه ولېدل چې کرکه به یې ترې کوله نو رنګ به یې تغیر شو او خبرې به یې نه کولې، بلکې صحابه کرامو به له هغه شي نه کرکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې پېژندله.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د هغه څه بیانول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به پکې حیا کوله، او دا لوی اخلاق دي.
  2. د رسول الله صلی الله علیه وسلم حیا به تر هغه وخته پورې وه چې د الله پاک حرمتونه تر پښو لاندې نه کېدل؛ خو کله به چې تر پښو لاندې شول بیا به رسول الله صلی الله علیه وسلم غصه کېده، خپلو صحابه کرامو ته به یې امر کاوه او یا به یې منع کول.
  3. په ځان کې د حیاء صفت پېدا کولو ته هڅوونه؛ ځکه چې دا صفت انسان اړ باسي ښه کارونه وکړي او بد پریږدي.