عَنْ عُثْمَانَ رضي الله عنه قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ:
«مَا مِنَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ تَحْضُرُهُ صَلَاةٌ مَكْتُوبَةٌ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهَا وَخُشُوعَهَا وَرُكُوعَهَا، إِلَّا كَانَتْ كَفَّارَةً لِمَا قَبْلَهَا مِنَ الذُّنُوبِ، مَا لَمْ يُؤْتِ كَبِيرَةً، وَذَلِكَ الدَّهْرَ كُلَّهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له عثمان رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایل یې:
«مَا مِنَ امْرِئٍ مُسْلِمٍ تَحْضُرُهُ صَلَاةٌ مَكْتُوبَةٌ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهَا وَخُشُوعَهَا وَرُكُوعَهَا، إِلَّا كَانَتْ كَفَّارَةً لِمَا قَبْلَهَا مِنَ الذُّنُوبِ، مَا لَمْ يُؤْتِ كَبِيرَةً، وَذَلِكَ الدَّهْرَ كُلَّهُ». "هیڅ مسلمان نشته چې کله د فرض لمانځه وخت راورسیږي، نو دی ورته ښایسته اودس وکړي، خشوع او رکوع یې پر ځای کړي مګر دا چې د مخکنیو ګناهونو لپاره به یې کفاره وګرځي، تر دې چې لویه (کبیره) ګناه ونه کړي. او همداسې د تل لپاره."

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې هیڅ داسې مسلمان نشته چې د فرض لمانځه وخت پرې داخل شي او په ښه توګه اودس وکړي او بشپړ یې کړي، بیا په عاجزۍ سره داسې لمونځ وکړي چې زړه او اندامونه یې ټول الله ته متوجه وي او د هغه عظمت یې په زړه کې حاضر کړی وي او د لمانځه کړنې لکه: رکوع، سجده او داسې نور بشپړ کړي، مګر دا چې دا لمونځ به یې د مخکنیو وړو ګناهونو لپاره کفاره وګرځي، تر دې چې لویه ګناه ونه کړي او دا فضیلت د تل لپاره په هر وخت او هر لمانځه کې دی.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي چینایي فارسي هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. هغه لمونځ د ګناهونو لپاره کفاره ده چې بنده ورته په ښه ډول اودس کړی وي، په عاجزۍ سره یې ادا کړي او موخه یې یوازې د الله جل جلاله رضا وي.
  2. په عباداتو کې د استقامت فضیلت او دا چې دا د کوچنیو ګناهونو د بخښنې لامل دي.
  3. د ښایسته اودس او لمانځه فضیلت او دا چې خشوع پکې وشي.
  4. د کوچنيو ګناهونو د بخښلو لپاره له لویو ګناهونو څخه د ځان ساتلو اهمیت.
  5. لوی ګناهونه یوازې په توبه بخښل کیږي.
نور