+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللهِ صلَّى الله عليه وسلم قال:
«ما مِنْ أحَدٍ يُسلِّمُ علي إلا ردَّ اللهُ عليَّ رُوحي حتى أردَّ عليه السَّلامَ».

[إسناده حسن] - [رواه أبو داود وأحمد] - [سنن أبي داود: 2041]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«ما مِنْ أحَدٍ يُسلِّمُ علي إلا ردَّ اللهُ عليَّ رُوحي حتى أردَّ عليه السَّلامَ». «هېڅوک پر ما سلام نه اچوي مګر دا چې الله تعالی ماته زما روح راګرځوي چې زه ورته ځواب ورکړم».

[إسناد يې حسن دی] - - [سنن أبو داود - 2041]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هغه ته یې روح بېرته ورګرځول کېږي چې هر هغه چا ته ځواب ورکړي چې سلام یې پرې اچولی دی؛ برابره خبره ده که هغه شخص لرې وي یا نږدې؛ نو د برزخ ژوند یوه غیبي چاره ده چې په حقیقت یې یوازې یو الله پوهېږي، او هغه پر هر څه قادر دی.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. په رسول الله صلی الله علیه وسلم د زیات درود او سلام ویلو ټینګار.
  2. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند د هغه په قبر کې تر ټولو بشپړ ژوند دی چې یو انسان یې په برزخ کې تېروي، نو په حقیقت یې یوازې یو الله پوهېږي.
  3. دا حدېث د هغه چا لپاره دلیل نه دی چې وایې رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم داسې ژوندی دی لکه مونږ چې ژوندي یو، تر څو پرې مشرکان له هغه څخه د مرستې غوښتلو لپاره استدلال ونه کړي، بلکې هغه برزخي ژوند دی.