عَنِ أبي زُهير عُمَارَةَ بْنِ رُؤَيْبَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم:
«لَنْ يَلِجَ النَّارَ أَحَدٌ صَلَّى قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوبِهَا»

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 634]
المزيــد ...

له ابو زهير عماره بن رؤيبه رضي الله عنه نه روايت دی وایې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:
«هغه کس به هېڅ کله دوزخ ته نه ننوځي چې د لمر له راختو او لوېدو څخه وړاندې یې لمونځ کړی وي»

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 634]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: هغه څوک به دوزخ ته داخل نه شي چې د سهار او مازدیګر لمونځونه په دوامداره توګه کوي؛ هغه ځکه په ځانګړې توګه د دې دوو وختونو څخه یادونه وکړه چې دا دواړه درانده لمونځونه دي، ځکه چې د سهار د لمانځه وخت د خواږه خوب پر مهال وي او د مازدیګر د لمانځه وخت د ورځې په کارونو او تجارت د بوختیا له امله وي، نو چا چې د دې سختیو سره سره په دې دوو لمونځونو ټینګار وکړ، په نورو لمونځونو یې خپله کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د سهار او مازدیګر د لمونځونو د فضیلت له امله ورته زیاته پاملرنه په کار ده.
  2. څوک چې دا لمونځونه کوي، غالبا د تبنلۍ او ځان ښودنې څخه لرې او عبادت لره خوښوونکی وي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (49)
نور