عن أبي موسى الأشعري رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: «تعاهدوا هَذَا القُرْآنَ، فَوَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ لَهُوَ أشَدُّ تَفَلُّتاً مِنَ الإبلِ فِي عُقُلِهَا». .
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...
أبو موسی الأشعري - رضي الله عنه - له نبي کریم - صلی الله علیه وسلم - څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي: « په لوستلو سره د دې قرآن ساتنه وکړئ، ځکه قسم په هغه ذات چې د محمد روح د هغه په لاس کې دی - دا قرآن له انسان نه په تښتېدلو کې - له اوښ نه هم تېز دی - کله چې له پړي خلاص شي».
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)
"تعاهدوا القرآن" یعنې "قرآن ته ژمن اوسئ" په دوامداره تلاوت کولو او لوستلو سره د قرآن ساتنه وکړئ. او دا وینا یې "فوالذي نفس محمد بيده لهو أشدّ تفلتاً من الإبل في عقلها "" یعنې " قسم په هغه ذات چې د محمد روح يې په لاس کې دی، چې دا قرآن په هېریدلو کي له هغه اوښ نه هم تیز دی چې په پړي تړلی وي او خوشي شي، او ( عقل) د عقال جمع ده، عقال هغه پړي ته ویل کیږي چې د څنګلې په منځ کې پرې اوښ تړل کیږي، د قرآن کریم حفظ او په سینه کې ساتل یې د هغه تښتېدونکي اوښ سره تشبیه کړل چې په پړي تړل شوی وي ، او الله تعالی د خپلې لورینې له مخې دوی ته دا لوی نعمت ور په برخه کړ، نو ورته په کار ده چې ساتلو ته یې ژمن پاتې شي او تل یې ولولي، داسې چې د هرې ورځې لپاره یوه ځانګړې برخه وټاکي او ویې لولي تر څو ترې هېر نه شي، خو که له چا څخه په طبیعي توګه هیریږي هغه ورته زیان نه رسوي، خو چا چې بې پروایي وکړه او ورڅخه غافله شو وروسته لدې چې الله پرې - د دې قرآن - د یادولو احسان وکړ، نو د سزا ویره پرې شته، نو قرآن کریم ته په لوستلو او تلاوت کولو ژمن پاتې کېدل په کار دي تر څو په سینه کې پاتې شي، همدا رنګه په عمل کولو سره؛ ځکه چې په یو څه عمل کول د هغه د ساتلو او پاتې کېدلو لامل ګرځي.