عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ:
لَمَّا نَزَلَتْ: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا لِيَغْفِرَ لَكَ اللهُ} إِلَى قَوْلِهِ {فَوْزًا عَظِيمًا} [الفتح: ١-٥] مَرْجِعَهُ مِنَ الْحُدَيْبِيَةِ، وَهُمْ يُخَالِطُهُمُ الْحُزْنُ وَالْكَآبَةُ، وَقَدْ نَحَرَ الْهَدْيَ بِالْحُدَيْبِيَةِ، فَقَالَ: «لَقَدْ أُنْزِلَتْ عَلَيَّ آيَةٌ هِيَ أَحَبُّ إِلَيَّ مِنَ الدُّنْيَا جَمِيعًا».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1786]
المزيــد ...
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
کله چې له حدیبیې څخه د راګرځیدو پر مهال په رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت نازل شو: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا لِيَغْفِرَ لَكَ اللهُ} تر {فَوْزًا عَظِيمًا} پورې [الفتح سورت: له ١ څخه تر ٥ پورې آیتونه] صحابه کرام ډیر خفه او غمجن، حال دا چې خپلې قربانۍ یې په حدیبیه کې ذبح کړې وې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: « پر ما یو آیت نازل شوی چې له ټولې دنیا راته غوره او خوښ دی».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1786]
أنس بن مالک رضي الله عنه وایي چې کله په رسول الله صل الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی دا قول نازل شو: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا (١) لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا (٢) وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا (٣) هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَعَ إِيمَانِهِمْ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا (٤) لِيُدْخِلَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَكَانَ ذَلِكَ عِنْدَ اللَّهِ فَوْزًا عَظِيمًا} [الفتح: ١-٥]، بېشكه تاته مو برى دركړ، يو څرګند برى (۱) تر څو الله ستا مخکېنۍ او وروستۍ ګناه (ټوله) درته وبښي او خپل نعمت درباندې بشپړ كړي او سيده لار درته وښيي (۲) او مرسته وکړي الله ستاسره مرسته د عزت والا (۳) خاص الله تعالی همغه ذات دى چې رالیږلې یې ده تسلي(یقین) په زړونو د مؤمنانو کې د دې لپاره چې زیات شي ایمان، سره د ایمانه د دوی، او خاص الله تعالی لره دي لښکرې د آسمانونو او زمکې او الله تعالی ډېر پوه او حکمت والا دی (۴)د دې لپاره چې مؤمنان او مؤمنانې داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تلپاتې به وي په هغو كې او ګناهونه به ترې ورژوي او د الله په وړاندې دغه يو ستر برى دى (۵). دا آیتونه له حدیبیې څخه د راګرځیدو پر مهال په داسې حال کې نازل شول چې صحابه کرام خفه او غمجن وو، ځکه چې د سولې له امله دوی ونه کړای شول عمره ادا کړي او پدې ګمان وو چې دا کار د مسلمانانو په ګټه نه دی، او همدا رنګه یې خپلې قربانۍ په حدیبیه کې حلالې کړې وې، نو رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم وویل: یقینا چې پر ما یو آیت نازل شو چې هغه راته له دې دنیا او څه چې پکې دي غوره دی او بیا یې ولوست.