عَنْ عَبْدِ اللهِ بنِ مَسْعُودٍ رَضيَ اللهُ عنهُ قَالَ: نَامَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَلَى حَصِيرٍ، فَقَامَ وَقَدْ أَثَّرَ فِي جَنْبِهِ، فَقُلْنَا: يَا رَسُولَ اللهِ، لَوِ اتَّخَذْنَا لَكَ وِطَاءً، فَقَالَ:
«مَا لِي وَلِلدُّنْيَا، مَا أَنَا فِي الدُّنْيَا إِلاَّ كَرَاكِبٍ اسْتَظَلَّ تَحْتَ شَجَرَةٍ ثُمَّ رَاحَ وَتَرَكَهَا».

[صحيح] - [رواه الترمذي وابن ماجه] - [سنن الترمذي: 2377]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پُزي ویده شو، نو کله چې راپاڅېده په ډډو کې یې د پُزې نښې پاتې شوې وې، نو موږ وویل چې ای د الله رسوله، که یو نرم توشک مو درته چمتو کړی و، هغه وویل:
زما او د دنیا سره څه دي، په دنیا کې زما بېلګه د هغه سپور لاروي په څېر ده چې د یوې ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پریږدي او ترې لاړ شي.

[صحيح دی] - [الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی] - [جامع الترمذي - 2377]

تشریح

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه یادونه کوي چې نبي صلی الله علیه وسلم په یو پُزي ویده شو، نو راپاڅېده حال دا چې پُزي یې د ډډو په پوستکي کې چاپونه پرېښي و، نو موږ وویل: ای د الله رسوله! که یو فرش (توشک) مو درته چمتو کړی و نو لدې به ښه وه چې پر دې زیږ پُزي ویده شي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه د دې دنیا سره هیڅ مینه او محبت نه لرم چې زه پکې لیوالتیا ولرم، زما حالت او په دې دنیا کې پاتې کېدل د هغه سپور سړي په څېر دي چې د ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پریږدي او ترې ځي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پرهیزګارۍ او په دنیا کې یې د هیڅ ډول لیوالتیا نه درلودلو بیان.
  2. حدیث هغو دنیوي چارو ته نه شاملیږي چې چاره ترې نه وي، بلکې مراد ترې هغه چارې دي چې انسان له اخرت څخه بوختوي، ځکه هغه سړي د ونې له سیوري څخه د دې لپاره ګټه واخېسته چې دمه شي تر څو خپل مقصد ته ورسیږي او هلته مېشت نه شو.
  3. د نبي صلی الله علیه وسلم له حال څخه پند اخېستل، ځکه چې هغه غوره بېلګه ده او څوک چې هغه تعقیب کړي نو هغه په هدایت دی او په دنیا او آخرت کې کامیاب دی.
  4. رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د صحابه کرامو رضی الله عنهم پاملرنه او له هغه سره یې مینه.
  5. د بلنې او ښوونې لپاره د مثالونو کارولو مشروعیت.
ژباړه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي ترکي سنیګالي ژبه ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية البنجابية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور